کور / شعر / تعليمي نشرح

تعليمي نشرح

طلوع افغان ورځپاڼه د ١٣٩٠ يم کال ١١٩ مه ګڼه


که  نن واړه کوچنيان ياست- سبا  زلمي ځوانان ياست – او بل سبا مشران ياست


د کاله د افغانانو – تعليم وکړى کوچنيانو


تعليم د ژوند زېور دئ- د شپو و مخ ته لمر دئ- د هري بلا سپر دئ


فرض دئ پر مؤمنانو – تعليم وکړى کوچنيانو


ښه زده کړه د قرآن ده-  ښکلا د هر انسان ده – روڼا يې د ايمان ده


سئ به شمار د جنتيانو – تعليم وکړى کوچنيانو


ډېر ښه رفيق کتاب دئ- په ژوند کي نوى باب دئ- خو علم ستر درياب دئ


څه ترې واخلى غواصانو- تعليم وکړى کوچنيانو


لومړى مخلوق قلم دئ- د ژوند ښکلى همدم دئ – ژوندون په محترم دئ


قلم پورته کړى ځوانانو – تعليم وکړى کوچنيانو


وداني مدرسې دي- د دين ښکلي باغچې دي- خوږې پکښي مېوې دي


لوى درمل د رنځورانو- تعليم وکړى کوچنيانو


مکتب لره روان سئ- د علم پتنګان سئ- و شپو ته څيراغان سئ


ډېر ښه وخت لرى زلميانو- تعليم وکړى کوچنيانو


پکښې کي کتابونه- ښايسته ښکلي درسونه- رنګين يې عنوانونه


ترتيب کړي دي پوهانو- تعليم وکړى کوچنيانو


استاد معنوي پلار دئ- پر هر شاګرد حقدار دئ- روڼ زېرى د سهار دئ


خدمت کړى د استادانو- تعليم وکړى کوچنيانو


د علم تاج پر سر کړئ- ژوندون په منور کړئ- شېبه شېبه اختر کړئ


د ميرويس نيکه لمسيانو – تعليم وکړى کوچنيانو


تعليم به مو سر لوړ کړي- د جهل دېب به مړ کړي- دا ستر کار به مو وړ کړي


کوښښ غواړي کشرانو – تعليم وکړى کوچنيانو


کېږدۍ د ژوند زرينه- په علم کړئ رنګينه- چي ژوند سي مينه مينه


تر مابينځ د انسانانو – تعليم وکړى کوچنيانو


د چا چي علم زده وي- ژوندون په ښايسته وي- بې علمه کسان مړه وي


ژوند يې ژوند نه دئ يارانو- تعليم وکړى کوچنيانو


د چا چي علم نه وي- په سترګو به ړانده وي- په ژوند به خوار خسته وي


ژوند بې وي د لېونيانو – تعليم وکړى کوچنيانو


د علم لټون فرض دئ- پر تاسو باندي قرض دئ- و تاسو ته مي عرض دئ


د احمد غازي بچيانو – تعليم وکړى کوچنيانو


پوهان به درڅه جوړ سي- لويان به درڅه جوړ سي- نېکان به درڅه جوړ سي


هڅه وکړئ شاګردانو- تعليم وکړى کوچنيانو


هيواد به مو ودان وي- ښکلا به د جهان وي- سمبول به د زمان وي


همت غواړي هوډ يا ليانو- تعليم وکړى کوچنيانو


دا څو د پند خبري- خوږې لکه شکري- ترې اوري ملغلري


توصيې د شاعرانو- تعليم وکړى کوچنيانو


ښايسته ښايسته ګلان ياست- پر ستوري باندي ګران ياست- راتلونکي افغانان ياست


ژوند مو ښاد اوسئ ګلانو- تعليم وکړى کوچنيانو