کور / خبرتیا او پيغامونه / په هالینډ کی د غرغښت ټولنی اعلامیه

په هالینډ کی د غرغښت ټولنی اعلامیه

 


خبر شوی یو چی یو شمیر سیاسی، مافیایی تجرید شوی او رسوا شوی ډلی ټپلی زموږ د لرغونی، سرلوړی او یو موټی هیواد ګران افغانستان د سیاسی ثبات، ملی حاکمیت او ځمکنی بشپړتیا د ویشلو او بربادولو لپاره د المان هیواد د برلين په ښار کی سره راټول شوی او غواړی پخپل ناولی، کرغیړن او افغان دښمنه پلان او طرحو په وړاندی کولو سره زموږ د هیواد په ټپونو مالګه وپاشی او د خپلو رذیلانه او احمقانه طرحو له مخی ګواکی افغانستان د فدرالیزم د منحوسی نقشی په ګرداب کی لاهو کړی.


خو دغه شرمیدلی او رټلی څیری د افغانستان د برمیال تاریخ او ویاړلی ماضی څخه نا خبره دی چی نننی افغانستان د دغه هیواد له سره وروڼو قومونو، قبایلو او ملیتونو د ګډو مبارزو او تاریخی غزاګانو محصول دی او د افغانستان ویاړلی او سرلوړی تاریخ زموږ د غازی او په وطن مینو افغانانو په سرو او سپیڅلو وینو خړوب شوی دی او د تاریخ په بیلابیلو پړاوونو کی د سفاکو او تورمخو دښمنانو کرغیړنی هلی ځلی ناکامه شوی او دغه هیواد له پاشلو، ویشلو او ټوټی کیدلو څخه ژغورل شوی دی او په افغانستان کی میشتو ولسونو او پراخو پرګنو لکه پښتنو، تاجکو، هزاره وو، اوزبکو، تورکمنو، پشه یانو، نورستانیو، بلوڅو او نورو بیلابیلو قومونو او قبیلو په یوه سنګر او یوه لښکر کی د بیلابیلو یرغلګرو او بلوسګرو غاښونه مات کړی او خپل ملی هویت، ملی خپلواکی او سرلوړی بیرغ رپانده ساتلی دی.


موږ په کلکه د دغه منحوسی غونډی طراحان او رسوا مافیایی معامله ګر نه یوازی غندو بلکی د نړیوالی ټولنی څخه هم هیله او غوښتنه کوو چی دا ډول اشوبګرو لنډغرانو ته د افغانستان په اړه د سبوتاژ او کړکیچونو د رامنځته کولو کرغیړنو او شیطانی طرحو ته اجازه ور نه کړی.


د افغانستان خلک د جرمنی دوست هیواد له خلکو او دولت څخه چی تل یی د افغانستان مرستی او ملاتړ ته رادنګلی غوښتنه کوی چی د آلمان د مسیحی دیموکرات ګوند په بلنه دغه غونډه محکوم او عاملین یی مجازات شی.


دغه ډول غورزی پرزی د یوه خپلواک او مستقل هیواد په کورنیو چارو کی بی شرمانه لاسوهنه او د ټولو نړیوالو قوانینو او موازینو پر خلاف ګام دی.


په هالینډ کی د غرغښت ټولنی ټول غړی په یوه غږ او افغانی جسارت دغه غونډه غندی او له ټولو اروپا میشته او د هیواد د ننه او بهر افغانانو نه هیله کوی چی دغه شیطانی توطیی پر خلاف په لاریونونو او غونډو لاس پوری کړی.


 تل دی وی سرلوړی ، خپلواک او یو موټی هیواد ګران افغانستان