ښوونکو ته ٤٥٠٠ نومرې مځکي ورکول کيږي
د کندهار ولايت ښوونکو ته د ارغنداؤ او دامان په ولسواليو کي د ٤٥٠٠ نومرې رهايشي مځکو د توزېع لړۍ تېره روځ رسماً پيل سول.
دغو ښوونکو ته به في نفر يوه نومره رهايشي مځکه ورکول کيږي څو د ځان لپاره پکښي کور جوړ کړي، تر دې دمه د کندهار د پوهني رياست سره ٣٨٠٠ تنه ښوونکي راجسټر دي چي ټولو ښوونکو تر مځکو ورکولو وروسته به نوري ٧ سوه نومرې مځکي هم باقي پاته سي.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا، د کندهار ولايت د پوهني رياست رئېس پوهنيار نجيب الله مجددي او لسګونه کندهاري ښوونکو او زدکوونکو تېره ورځ د مځکو د توزېع لړۍ د پيل په مراسمو کي برخه لرل.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا وويل چي ښوونکي د يوه هيواد او ټولني د راتلونکي لپاره د بلو څراغونو په شان دي او اړينه ده چي هره اداره او دولت دې قشر ته خاصه توجه او پاملرنه وکړي.
نوموړي وويل خوښ دى چي نن د ټولني دغه مهم قشر ته د مځکو ورکولو لړۍ ويني، د هغه په خبره دولت همېشه کوښښ کړى چي د پوهني په برخه کي ټولي پرتې ستونزي هواري کړي او يو مساعد ښوونيز چاپېريال برابر کړي.
کندهار والي له ښوونکو وغوښتل چي په پوره مينه او اخلاص سره خپلو بچيانو ته ښوونه وکړي او هغوى د تعليم په ښه او ښکلې ګاڼه سنبال کړي.
د کندهار ولايت د پوهني رياست رئيس پوهنيار نجيب الله مجددي وويل چي د ښوونکو د غوښتنو او وړانديزونو پراساس او له هغه وروسته د ښوونکو د ستونزو د درک په پايله کي ولايتي ادارې پرېکړه وکړه چي ښوونکو ته رهايشي نومرې ورکړي.
د هغه په خبره چي له پلازميني کابله يو ټاکلى پلاوى راغلى و او دلته يې له پوهني رياست سره په ګډه لومړى په ارغنداؤ ولسوالي کي د ښوونکو لپاره مځکي کښې او معلومي کړې.
د مجددي په وينا چي د اوس لپاره دغه پروسه په ارغنداؤ ولسوالۍ کي پيل سوې او وروسته به د دامان ولسوالۍ ته هم وغځيږي.