کور / کره کتنه / ايا ښوونکوته به مځکي ورکړل سي؟

ايا ښوونکوته به مځکي ورکړل سي؟


تيره ورځ مې دانټرنيټ پرڅپه تردي سرليک لاندي ولوستل چي دقندهارولايت (٤٥٠٠)ښوونکوته دکورجوړولولپاره نمري ورکول کيږي چي هريوه ښوونکي ته به يوه نمره مځکه دسرپناله پاره ورسيږي همدارنگه مې دقندهارولايت دمحلي راډيوگانوڅخه هم داښه زيرئ واوريدي چي ټول ښوونکي به دکورونوڅښتنان سي ځکه چي دقندهارولايت دپوهني رياست سره(٣٨٠٠)تنه ښوونکي راجسټردي په داسي حال کي چي دنمروتعداد(٤٥٠٠)دي يعني(٧٠٠)نمري اضافه دي خوزماپه نظر(٧٠٠)نمري اضافه نه بلکي(٧٠٠٠)نمري به هم باقي پاته نسي ځکه تجريبوراته ثابته کړي چي په دي اداره کي هيڅکله حق وحقدارته نه رسيږي زه ويره لرم چي دښوونکولپاره دانمري به هم زورواکي غيږ په راوگرځوي او ترسيني بي لاندي کړي معصوموښوونکوته به يوازنى دخولي شکايت اوگيلي پاته سي اوبل ښوونکوته دمځکودتوزيع لپاره دقندهارولايت دارغنداب اودامان ولسوالۍ انتخاب سوي
دابه دمرکزښوونکوته رسيدگي مشکل نه وي؟ خو خيرښوونکوته دامهمه ده چي دسرپنالپاره په هرځاي کي چي وي نمره ولري.
په اخيرکي مې دولايتي اداري دمسولينواودپلازميني کابله دراغلي ټاکلي سوي پلاوي څخه په درناوي اودرنښت داغوښتنه اوهيله ده چي په ښه ايماندارئ سره ښه دقيق واوسي ترڅوټولومعصومواومستحقو ښوونکوته په ځانگړي ډول في نفرته دکورجوړولولپاره يوه نمره مځکه ورسيږي ځکه ډيردقت پکاردي چي داهم دتيرومرستوپه څيردڅواشخاسولاسته ورنسي ترټولوزيات بايد دښوونځيواوليسومديران صاحبان کنترول سي ترڅوهغوي دخپلوبې وزلواونادارواستادانوسره ټگي اودرغلي ونکړي.
اوس هم په ډيرښوونځيوکي پراخي درغلئ رواني دي چي بيلگي يې داستادانودمسلکي کيدوپه نوم دعلي درالمعلمين کورسونه په خاصه توگه په ښځينه ليسوکي چي صرف دوخت تيرول دي،ځينو وړوانجونوته دليسي دمديرلخواپه يواوبل نوم دغوړونه ورکول،همدارنگه دښوونځئ دمديرلخوادمعلمينودتنخواڅخه په يواوبل نوم پيسي گرځول اوهغه د(P,R,R) ازمويني ناڅرگندنتايج لاپرځاي پريږده غوښتل مې چي فقط څوکرشي وليکم مگر موضوع رانه اوږده سوه پرسهوه اوغلطئ معافي غواړم ټولومستحقوښوونکوته د(نمرو)ورکولوپه هيله.