کور / اسلامي / ديوه عيسايی راهب سره زمامناظره(۴)

ديوه عيسايی راهب سره زمامناظره(۴)

داډېروخت غواړی چی په مکمله توګه سره، له دې راهب سره زمااړیکې وڅېړم، البته بنسټ ئې زمادالیکنې وې:
?Is Jesus God
ایاعیسی علیه سلام خدای دی؟
The Trinity
تثلث(ددرې ګوندخدایانونظریه)
The Root of Christianity
دعیسایت ریښه اوبنسټ
?Is the Bible God*s Word
ایابایبل دخدای کتاب دی؟
دې راهب دلومړی ځل لپاره خپل ځان راته دالعربی په نامه سره معارفی کړی وو، خووروسته ئې خپل ځان راته متی العربی عیسایی معارفی کړ، اوراته ئې وویل چی زه دBible College بایبل کالج څخه فارغه شوی راهب یم،خپله کلیسا لرم،اوبله دنده می داده چی دعیسایت مبلغ(Evangelist) هم یم، اوموږپه مصرکی 16 میلیونه کاپټک کریسچن(Coptic Christians) یعنی داسلام څخه مخکی عیسایان یودټبره اوپلارنیکه څخه، اوغواړم چی یوه مناظره درسره وکړم، ماورته وویل چی زه په هرځای کی هروخت درته حاضریم،خودمناظری بڼه به څنګه وی؟ ده راته وویل چی دلومړی ځل لپاره زه پوښتنی درڅخه کوم اوبیابه ته خپلې پوښتنې راڅخه وکړې؛ همداسی وشول ،لیکنه نه اوږدوم اوپه اصلی مطلب پیل کوم۔
دلومړی ځل لپاره ئې خپل تعارف وماته داسی وکړ:
متی العربی، دمصردپلازمینې قاهرې اوسېدونکی، او39 کلن یم، اواوس می دنده داده چی په نړۍ کی عیسایت خپورکړم۔ اوپه عربی اوانګلیسې ژبوباندی خبرې کولای شم۔ ماورڅخه مننه وکړه اوخپل تعارف می هم ورته وکړ۔ اوس دپښتونولړۍ پیل شوه۔
1:متی العربی:دیوه سړي څخه لاره ورکه ده، اوروان دی چی ګوری یو سړي پروت دی اوبل سړی ئې وسرته ناست دی داورک سړي به دکوم سړي څخه پوښتنه کوی چی خپله لاره ومومی یعنی دناست سړي څخه اوکه دبیده سړي څخه؟
ځواب: بسم الله الرحمن الرحیم الحمدلله رب العلمین والصلاة والسلام علی سیدنا وامامناواسوتنا وحبیبناومعلمنا رسوالله وعلی آله وصحبه ومن اتبع هداه … وبعد:
تاسی دتل په شان بېهوده پوښتنې کوی ، اوکه چیری سړی عام معلومات ونلری ، دمشکلاته سره مخامخ کیږی، خوچی یوڅوک یوکاردالله جل جلاله درضا‌ء لپاره کوی نوضرورالله جل جلاله ورسره پوره مرسته کوی، په تاریخ کی ستاسوسره زموږاکابروعلماءوکراموډېرې مناظرې کړیدی او لله الحمد په هره مقابله کی ئې ماته درکړېده، لکه د(اظهارالحق) لیکوال مرحوم مولانارحمت الله کیرانوی دیوبندی رحمة الله علیه، مرحوم شیخ احمددیدات اومرحوم مولاناصفدراوکاړوی دیوبندی رحمة الله علیه اوشهیدعلامه سید جمال الدین افغان اوداسی نور۔۔۔ستاسو داسی سوالونه په زرهاووزماترنظرتېرشوې دي، اومالوستی دي، اوزه دې په مطلب پوه شوم چی دبیده څخه دي نبی کریم صلی الله علیه وسلم مراددی، اودناست سړی څخه دی حضرت عیسی علیه سلام مُراددی، نوزه درته وایم چی زه وبیده ته انتظارکوم اودهغه څخه پوښتنه کوم.


2: متی العربی: ولی دناست اوویښ سړی څخه پوښتنه نه کوی؟ اوعقل هم داوايی چې بایددناست سړي څخه هدایت واخیستل شی اوبیده هم هغسی بیده دی که څنګه؟
ځواب: دناست سړی څخه خپله لاره ورکه ده، دبیده په انتظارناست دی، نودی به وماته څنګه لارراوښووې.؟ نوځکه وبیده ته انتظارکوم ترڅومااوهغه بل ته چې له وخته ئې انتظارکړیدی ودواړوته لارښوونه وکړی ترڅولاره ومومو.
3: متی العربی:ایاتاسی په قرانکریم ایمان لری؟که ئې لری په قرانکریم کی خوهم انجیل ، تورات اوزبورراغلی دی نوتاسی ولی پردی کتابوایمان نلری؟
ځواب:په قرانکریم چی دانجیل نوم راغلی دی هغه انجیل دعیسی علیه سلام وو، پرهغه زموږدټول امت مسلمه ایمان دی، دزبورنوم راغلی دی، هغه زبوردداودعلیه سلام ووچی زموږپرې ایمان دی، اوچی دتورات نوم راغلی دی هغه تورات دحضرت موسی علیه سلام وو، چی پردې ټولوزموږایمان دی، چی داالهی کتابونه وه، خواوس چی تاسی کوم انجیلونه لری داخودمتی، دلوقا، دیوحنا اودمراقس انجیلونه دی هغه انجیل عیسی چیری دی؟ موږیواځی پرهغه انجیل عیسی ایمان لرو۔
اوبل لورته داکتابونه پخپله په دې باندی ګواه دی چې دوی نه دالله کلام دی ، نه دپېغمبرانولیکنه اوویناده اونه هم دهغوحواریینوکتابونه دی چې تاسوورته منسوب کړیدي دبیلګې په ډول سره:
موسی علیه السلام دخدای مطابق هلته دمواب په ملک کی وفات شو، اوهغه ئې هلته دمواب په یوه دره کی یعنی بیت فغورته مخامخ ښخ کړی، چې تراوسه ئې وهیچاته دقبرمعلومات نشته اوموسی دوفات پرمهال د(۱۲۰) کالوووچې نه ئې سترګې کمزورې شوې اونه ئې طبعي قوت له مینځه تللی ؤ. (استثناء ۲۴: ۵-۸)
چې دائې یوه بیلګه ده چې زه ئې درته ذکرکوم، اوس نوکه ودې بیلګې ته څه دعقل په سترګووکتل شي، نودادریم سړی دی چې دموسی علیه السلام په هکله خبرې کوي؛ چې په واقعیت کی نه دادالله کلام دی اونه هم دموسی علیه السلام خبرې دې بلکې دیوه نوم ورکي سړي خبرې دې چې په موسی علیه السلام پوری تړل شوی دي
دغه کوم اوسنی تورات چې دبایبل لومړني پنځه کتابونه دی(پیدایښت، خروج،احبار،عدد، استثناء) چې تاسی ورته اسفارخمسه یاتورات وایاست اوتاسی ئې وحضرت موسی علیه السلام ته منسوبوی ، په دې پنځوکتابوکي (۷۰۰) ځلی دموسی علیه السلام نوم په غایبه صیغه راغلی دی اووايی چې موسی وخدای ته وویل اوخدای وموسی ته وویل، او۷۰۰ ځلی دااوسنی تورات پخپله په دې ګواهې ورکوي چې دادخدای کلام نه دی اونه هم دموسی علیه سلام ویناده. که چیری دادموسی علیه سلام کلام وای نوموسی علیه سلام به خپل ځانته دمتکلم صیغه کارولې وای؛
اوس راځم وڅلوروانجیلوته چې انجیل متی ئې لومړی اوترټولومعتبردی، ددې یوه بیلګه وړاندی کوم چې داهم دمتی کتاب نه دی لکه په بایبل کی چې راغلی دي :
څنګه چې عیسی له دې ځای څخه وړاندی تیرشونومتی نومی یوسړی دمحصول په چوکۍ ناست ولیدی اوهغه ته ئې وویل چې ماپسې راځه، متی پاڅیده اوپه هغه پسې روان شو. (متی ۹:۹)
دلته بیامتی په غایبه صیغه باندی راغلی دی، چې داترلمرښکاره ده چې دادمتی خبرې نه دی، دادعیسی علیه السلام ویناه نه ده اونه هم دخدای کلام دی؛ که چیری دادمتی کلام وای نوباید داسی لیکلی وای:
څنګه چې عیسی له دې ځای څخه وړاندی تېرشو نو زه ئې په چوکۍ ناست ولیدم او راته ئې وویل چې په ماپسې راځه زه پاڅېدم اوورپسې روان شوم …
نوزه په یوه ټکی کی درته وایم چې دابایبل نه دخدای کلام دی، نه داتورات دموسی کلام دی ، نه انجیل دعیسی کلام دی، نه انجیل متی دمتی کلام دی، نه انجیل لوقادلوقالیکنه ده، نه انجیل یوحنادیوحنادی اونه هم انجیل مرقس دمرقس کتاب اولیکنه ده بلکې دادنوم ورکوخلکولیکنې دی چې وموسی علیه السلام اوعیسی علیه السلام اونوروته مومنسوبې کړیدې ترڅوماهیان ونیسی اوبس.
په بایبل که ټکرونه، غلطیانې، خرافات، تحریفونه، فحاشات، ساینسي غلطیانې اونیمګړتیاوې دومرې ډېرې دي چې دبایبل دمطالعې څخه وروسته به هرعاقل داووایی چې دادخدای کتاب نه دی، تر(۱۰۰) زیات ټکرونه پکښې دي اوکه درته معلوم نه وي نودحوالوسره به ئې درولېږم، ددې څخه علاوه ستاسوپه یوه اخبار کی چې اوېک(Awake) نومیږي چې د۱۹۵۷میلادی کال دسیپټمبرد۸ نېټې په ګڼه کی داسی لیکی:
عیسایی نړۍ منی چې په اوسني بایبل کی (۵۰۰۰۰) پنځوس زره غلطیاني دي؛ پاته دی نه وی چې دااخبارماپرون دبرېښنالیک له لارې درولیږی، ښه ئې درسره وګوره. دبایبل هره پاڼه چې یوعاقل انسان ګوری دابه ضرورووايي چې دادخدای کتاب نه دی.
ددې څخه علاوه ډاکټرمل چې کله دبایبل پرنوې عهدنامې باندی څېړنه وکړل نووئې ویل چې په دې کتاب کی(۳۰۰۰۰)دېرش زره اختلافات شته اوهمدارنګه ډاکټرګریس بیک دبایبل د۳۵۵ نسخومطالعه وکړل اووروسته ئې وویل چې په دې نسخوکې (۵۰۰۰۰۰۰) پنځوس لکه اختلافات شته. اوکه چیری دبایبل ۲۴۰۰۰ نسخې سره یوځای شي نوڅومره اختلافات اوغلطیانې به پکښې وي؟ چې ترشماروځی اوکېدای سی چې ریاضي دان انسټاین که ژوندی وای نوددې خرافاتو،تحریفاتو،ټکرونواوغلطیانو شمېرلوبه ستړی اوستومانه کړی وای؛ اوداهیڅوک نشی منلای چې دادي دخدای کتاب شی.


 دوهمه برخه :



4: متی العربی:ایادنړۍ په میلیاردوعیسایان چی په اوسنی بایبل باندی ایمان لری دادخدای کتاب نه دی، اوتاسی ئې نه منی؟
ځواب:تاسی دتل لپاره دخلکوپه سترګوکی خاورې پاشی اوداسی ئې ړندوی چی دتل لپاره ئې دسترګواوزړۀ دیدختم شی،تاسی وخلکوته وایاست چی موږیوبایبل لرواوحال داچی ترحساب تیردی، ستاسی کوم بایبل دخدای کتاب دی؟
دDuay (ډووې) بایبل چی دکاتولیکانوبایبل دی او(73) کتابه دی، ایادادخدای کتاب دی ؟ دKing James Version د(کینګ جیمزورژن) بایبل چی د(ډووې) څخه وروسته په 1611 میلادی کال کی ولیکل شواو66 کتابونه دی، ایادادخدای کتاب دی؟ ایادپروتستانوبایبل چی دRevised Standard Version (ریوایزډسټنډرډ ورژن) اصلاح شوی بایبل ایا دادخدای کتاب دی؟ اوپاته دی نه وی چی د(RSV) بایبل په سریزه کی لیکلی دی چی موږځکه دابایبل(اصلاح شوی بایبل) جوړکړچی په (کینګ جیمزورژن) بایبل کی ډېرې ښکاره اوغټې غلطیانې وی۔ داستاسوپخپلولاسونولیکل شوی کتابونه دی اودائې حالت دی اوس په دې بایبلوکی تاسی قضاوت وکی چې کوم یودخدای کتاب دی؟ وبل لورته دبایبل (۲۴۰۰۰) نسخې ۴۰ لیکوالانولیکلی دی اودوې نسخې ئې یوشانته نه دی داڅنګه دخدای کتاب دی؟!!
زه به دټکرونویوڅوبیلګې درته وړاندی کړم، اوبیاته قضاوت وکه چې ایادادخدای کتاب دی اوکه نه؟
ټکر# 1:
داود چاوهڅاوه چی داسرائیلوجنګیالی وشمیری؟
ا: خدای داکاروکی۔ (دوهم سمئول،24 باب، 1 ایات)
ب: شیطان داکاروکی۔ (لومړی تواریخ، 21 :1)
دنړۍ په هیڅ مذهب کی داسی نه ده چې خدای اوشیطان دی سره یوشی.
ټکر # ۲:
دجنګ لپاره څومره داسرائیلوجنګلیالی پیداشول؟
ا: 800000۔ (دوهم سمئویل 24: 9)
ب: 1100000۔ (لومړی تواریخ 21: 5)
دایواځی دصفرغلطیانه ده اونه ئې داسی څه معمولی توپیرشته بلکې فرق ئې لکه دځمکې اواسمان.
ټکر # ۳:
په یهوداه کی څوجنګیالی پیداشول؟
ا: 500000۔ (دوهم سموئیل 24: 9)
ب: 470000۔ (لومړی تواریخ 21: 5)
ټکر# ۴:
خدای خپل پېغمبردداوددترټلولپاره پرهغه څوکاله قحطی راوستله؟
ا: 7 کاله۔ (دوهم سموئیل 24: 13)
ب: 3 کاله۔ (لومړی تواریخ 21: 12)
ټکر# ۵:
اخزیادڅوکالوووچی دده سلطنت پربیت المقدس پیل شو؟
ا: د 22 کالووو۔ (دوهم پاچایان 8: 26)
ب: د 42 کالووو۔ (دوهم تواریخ 22: 2)
ټکر# ۶:
یهویاکین دڅوکالوووچی دبیت المقدس پاچاشو؟
ا: د 18 کالووو۔ (دوهم سلاطین 24: 8)
ب: د 8 کالووو۔ (دوهم تواریخ 36: 9)
که ته وماته ووايی چې دادکاتب غلطیاده اویوتوری ورڅخه پاته شوی اویاهم زیات شوی دی، نوزه درته وایم چې په هغه وخت کی عددپه تورولیکل کېدل دی نه لکه(اتلس او اته)، اوپاته دی نه وی چې په هغه وخت کی هندسی عدد نه وو.
ټکر# ۷:
داود چی خپله نېزه پورته کړله څوخلک ئې مړه کړل؟
ا: 800 خلک ئې مړه کړل۔ (دوهم سموئیل 23: 8)
ب: 300 خلک ئې مړه کړل۔ (لومړی تواریخ 11: 11)
ټکر# ۸:
داود کله دعهد صندوق وبیت المقدس ته راوړی دفلسطینیانوترماتې مخکی که وروسته؟
ا: وروسته ۔ (دوهم سموئیل 5 او6)
ب: مخکی۔ (لومړی تواریخ 13 او 14)
ټکر# ۹:
څوپاکې جوړې حیوانات حضرت نوح علیه سلام دخدای په امرسره وکښتۍ ته ورواچول؟
ا: 2 جوړې۔ (پیدایښت 6: 19، 20)
ب: 7 جوړې۔ (پیدایښت 7: 2)
ټکر # ۱۰:
عیسی وبیت المقدس ته پرڅوحیواناتوولاړی؟
ا:پریوه ـ بهاڼ۔ (مراقس 11: 7، لوقا 19: 35)
نوهغوی عیسی ته بهاڼ راوستی اوخپلې جامې ئې پرې واچولې اوهغه پرسپورشو۔
ب: پردووحیواناتو ـ بهاڼ اوخر۔ (متی 21: 7)
دوی وعیسی ته بهاڼ اوخرراوستی اوخپلې قباګانې ئې پرکښېښودلې اودی پرسپورشو۔
داخولس ټکرونه دی، اوداسی ترسلوزیات دی، ودې ته ستاسوځواب څه دی؟ ایادیوه ښه عقل څښتن به داومنی چې دادخدای کتاب دی؟ دبنده په یوه لیکل شوی کتاب کی دومره ټکرونه نشته نودخدای په کتاب خوئې امکان نشته ؛ لهذادادخدای کتاب نه دی.


دريمه برخه :


5: متی العربی: ستاسوقرانکریم خوهم یوسف علی ئې یوه ژباړه کړې، محمدپکتیال ئې بله ډول ژباړه کړی اومفسرین ئې هم یوشانته نه دی داڅنګه؟
ځواب:یوه ژباړه ده، اوبل ورژن دی،لومړی ژباړه وڅه شی ته وایی؟
ژباړه: د ژباړې مطلب داچی دهرعالم له خپله ځانه یوه توجه ده دهغه دعلم اوفکرمطابق،اویواځی دیوه متن اړول دی وبلې ژبې ته، خودقرانکریم پخپل یوه زبرکی هم تغیرنشی راوستلای، دشرق اوغرب قران یودی اوزه چیلنج درکوم که دی دنړۍ په ټولوقران شریفوکی دیوه زبرپه اندازه سره بدلون پکښې پیداکی، اویوورژن دی چی د ژباړې څخه ښکاره توپیرلری،ورژن وبېل متن ته ویل کیږي؛ چې ستاسویومکمل کتاب په یوه بایبل کی شته اوپه بل بایبل کی نشته، ستاسوپه یوه بایبل کی دبېلګې په ډول سره (تثلیث) شته خوپه بل بایبل کی نشته ودې ته ورژن (بېل متن) وایی۔ دعیسی علیه سلام صعودپه یوه بایبل کی شته اوپه بل بایبل کی نشته چې داورژن(Version) دی.
یوبایبل ۷۳ کتابه اوبل۶۶ کتابونه دی چې داورژن دی، په ډېره ساده به دی سردرخلاص کړم، اوهغه داچی پروتستان دکاتولیکوعیسایانو(7) کتابونه پخپل بایبل کی نلری او منی ئې نه چې دادخدای کتابونه دی داولی ؟ داځکه چی دوی وایی چی دا(7) کتابونه الهی کتابونه نه دی اوداکتابونه په ناحقه سره په عیسایت پوری تړل شوی دي۔ لکه دیهودیت کتاب، لومړی مکابین اودوهم مکابین، طوبیاه،باروک (باروخ)، اوداسی نور۔۔۔
6: متی العربی:ستاسوپه قران کی راغلی دی ، چی خدای وایی چی ماعیسی علیه سلام مړکی اوحال داچی تاسی دعیسی علیه سلام صلیب نه منی، هغه ایات دادی:
وَسَلامٌ عَلیَّ یَومَ وُلِدَوَیَومَ یَمُوتُ وَیَومَ یُبعَثُ حَیًّا (مریم 15) داولی نه منی؟
ژباړه: پرمادی سلامتیاوی په هغه ورځ چې زه پیداشوم، په هغه ورځ چې زه مړشوم اوپه هغه ورځ چې زه بیرته راپورته شوم.
ځواب: شاباس ستاسوپرعربی ژبې اورهبانیت باندی، تانه بخښونکی جرم وکی اوهغه داچې دقرانکریم ‌ژباړه دی غلطه وکړه اوته بایددټوله امت مسلمه څخه بخښنه وغواړې، ددې ژباړه داسی ده:
اوسلامتیا دی وی پرده باندی په هغه ورځ چی پیداشو اوپه هغه ورځ چی مری (په راتلونکی کی) اوپه هغه ورځ چی بیاژوندی پاڅولې شی۔
دلته به ته زماسره بحث په (یَمُوتُ) کی کوې اوتاسی خلک په دې غولوی چی دادماضی(تیرې زمانې) صیغه ده اوحال داچی دادمضارع (راتلونکی ) زمانې صیغه ده، چی مطلب ئې دای چی کله حضرت عیسی علیه سلام (مري) په راتلونکی وخت کی اودده مرګ هغه وخت دی چی کله دی ددوهم ځل لپاره داسمانوڅخه راکښته شی ۔ اوپاته دی نه وی چی قرانکریم دحضرت عیسی علیه سلام ځړول په واضح ډول سره ردوی، چی وایی:
وَقَولِهِم إِنَّاقَتلنَاالمَسِیحَ عِیسَی ابنَ مَریَمَ رَسُولَ اللهِ وَماَقَتَلُوهُ وَمَاصَلَبُوهُ وَلکِن شُبِّهَ لَهُم وَإنَّ الَّذِینَ اختَلَفُوافِیهِ لَفِی شکٍّ مِّنهُ مَالَهُم بِهِ مِن عِلمٍ إِلااتِّبَاعَ الظَّنِّ وَمَاقَتَلُوهُ یَقِینَا(النساء 157)
ژباړه:اوددوی ددې خبرې (کبله) چی موږئې له شکه دالله رسول دمریمې زوی عیسی وژلی دی، په داسی حال کی چی دوی هغه نه ووژلی اونه ئې هم په دارځړولی دی، بلکی پردوی (دغه پېښه) همشکله (یوشانې) شوی وه، اوبې شکه هغه کسان چی دهغه په اړه ئې اختلاف کړی دی دهغه په اړه شکمن دی چی په دې هکله دګومان له پېروۍ څخه نورهیڅ کوم علم نه لری په رښتیاچی دوی عیسی نه ووژلی۔
دقرانکریم څخه علاوه زه دبایبل تر۳۰ زیاتوحوالودادرته ثابتوم چې حضرت عیسی علیه السلام نه دی ځړول شوی اوکه درته معلومی نه وی نوزه هرایات درته ښودلای شم.
7: متی العربی: ستاسوپه قران کی راغلی دی چی خدای وایی چی ماعیسی علیه سلام مړکی اوروح می پورته کی اوهغه ایت دادی:
یاعِیسي إِنِّی مُتَوَفِّیک وَرَافِعُکَ إِلَیَّ (ال عمران 55)
ای عیسی ته می مړکړې اووخپل ځانته می پورته کړلې.
ځواب: ددوهم ځل لپاره دی ستاسوپرعربیت اوپوهې شاباس وی، پورتنی کفراو بې عقلی دی بیاتکرارکړه تاسی خوبس ودې ته ناست یاست چی خلک په لوموکی راګیرکی، خوالحمدلله الله جل جلاله زموږسره ملګری دی، دلته تاسی ددې ایات داسی ژباړه کوی چی الله وای چی مادحضرت عیسی علیه سلام روح واخیستی اوروح می پورته کی، بلکی ددې ژباړه داسی ده:
هغه وخت یادکړه چی الله وویل: ای عیسی بې شکه چی زه دې پخپله نېټه اخیستونکی یم( چی کله دی وخت پوره شونوروح دی اخلم په راتلونکی کی) اوخپل لورته دی پورته کوونکی یم۔
که ددې ایات ومخکی ایاتوته وګورونوموضوع به ښه روښانه شی اوهغه داچې کله چې یهودودحضرت عیسی علیه السلام دځړولوتکل وکړنوخدای پاک هم ورته تدبیروکی اوفرمایی:
وَمَکَرُواوَمَکَرَاللهُ واللهُ خَیرُالماکِرِین(۵۴)إِذقَالَ اللهُ یَاعِیسی إِنِّی مُتَوَفِّیکَ وَرَافِعُکَ إِلَیَّ وَمُطَهَِرُکَ مِنَ الَّذِینَ کَفَرُوا
اوهغه کافرانو(چې دحضرت عیسی علیه السلام په خلاف) پټ تدبیرنیولی ؤ اوالله هم پټ تدبیرونیوی اوالله ترټولوښه تدبیرکوونکی دی، (اودده تدبیرهغه مهال ومخی ته راغی) کله چې الله وویل: چې ای عیسی زه تاصحیح سالم اخلم(پورته کوم) اوخپل لورته دی پورته کوم اودکفارو(دتکلیف) څخه دی پاکوم. (توضیح القرآن)لیکوال شیخ الاسلام محمدتقی عثمانی ۱۹۸ مخ.
تاسو دخپلوشوموموخوته درسېدلولپاره ماضی په مضارع اومضارع په ماضی تفسیروی۔ یوتوری په یوه اړوی اوبل توری په بل اړوی ترڅوخلک دوکه کی، چې داستاسوزړه ناروغې ده ؛ مخکني الهی کتابونه خوموتحریف کړل اواوس غواړی چې داالهی کتاب قرآنکریم هم داسی کړی چې داستاسوپه وس اوتوان کی نه ده ،داستاسوپه لاس لیکل شوی بایبل نه دی چې هرډول موخوښه وی په هغه بڼه سره ئې ولیکی، داقرانکریم دی اودادالله جل جلاله کتاب دی، ددې کتاب یوټکی تاسی نشی بدلولای؛ اوالله ددې کتاب دساتلوذمه اخېستې ده اووایی:
إِنَّا نَحنُ نَزَّ لنَا الذِّکرَ وَإِنَّا لَهُ لَحفِظُونَ الحجر(۹)
بېشکه مونږپخپله نازل کړی دي ذکر(پندقرآن) اوبېشکه چې مونږ دده خامخاساتونکی یو(له تزئیده تنقیصه اونورو)
 څلورمه برخه


8: متی العربی:تاسی دعیسی علیه سلام کتاب (بایبل) نه منی نوتاسی  اوستاسوقران دعیسی علیه سلام اودهغه دموردوښمنان یاست؟
ځواب:  په قرانکریم کی دحضرت عیسی علیه سلام نوم (25) ځله راغلی دی، اوحال داچی دنبی کریم صلی الله علیه وسلم نوم پنځه ځلی راغلی دی، نوموږئې څنګه دوښمنان یو؟، دبی بی مریمې رضی الله عنهانوم په قرانکریم 34 ځلی راغلی دی اوحال داچی دنبی کریم صلی الله علیه وسلم دمورنوم یوځلی هم نه دی راغلی، نوموږئې څنګه دوښمنان یو؟ په قرانکریم کی 19 سورت دحضرت عیسی علیه سلام دموردبې بی مریمې په نامه سره دی(سورت مریم)، اوحال داچی په ټول بایبل کی دمریمې په نامه سره کتاب یاسورت نشته؛ اوبله داچی الله جل جلاله وموږته  دبی بی مریمې په هکله وایی چی:
وَإِذقَالَتِ المَلئِکَةُ یمَریَمُ إِنَّ اللهَ اصطَفَکِ وَطَهَّرَکِ واصطَفَکِ عَلیَ نِسآءِ العلمِینَ(ال عمران 42)
ژباړه: اوهغه وخت یادکړه چی پرښتووویل: ای مریمې، بې شکه چی ته الله غوره کړی ئې اوته ئې پاکه کړې ئې اودټول عالم پرښځوئې غوره کړې ئې۔
په هغه وخت کی بی بی مریمه رضی الله عنهاالله جل جلاله دټولې نړۍ پرښځوغوره کړې وه، دازموږدقران ویناده، نوقضاوت اوس ته وکه چی قرانکریم اوامت مسلمه دحضرت  عیسی علیه سلام  اودبی بی مریمې رضی الله عنها دوستان دی اوکه دوښمنان؟؟
قرآنکریم دبې بې مریمې رضی الله عنهادپیدایښت اوودې ته دبې موسمه میوواوددې نورې ښې ګڼې داسی بیانوي:
إِذقَالَتِ امرَأَتُ عِمرانَ ربِّ إِِّنَِی نّذَرتُ لَکَ مَافِی بَطنِی مُحَرَّرًا فَتَقَبَّل مِنِّی إِنَّک أَنتَ السَّمِیعُ العَلِیمُ(۳۵) فَلَمَّا وَضَعَتهَا قَالَت رَبِّ إِنِّی وَضَعتُهاأُنثَی واللهُ أَعلَمُ بِمَاوَضَعَت وَلَیسَ الذَّکَرُ کَا لأُنثی وَإِنِّی سَمَّیتُهَا مَریَمَ وَإِنِّی أُعِیذُهَابِکَ وَذُرِّیَّتَهَا مِنَ الشَیطن ِالرَّجِیمِ (۳۶) فَتَقَبَّلهَا رَبُّها بِقَبُولٍ حَسَنٍ وَأَنبَتَهَانَبَاتًا حَسَنًا وَکَفَّلَهَا زَکَرِیَّا کُلَّمَا دَخَلَ عَلَیهَا زَکَرِیَّا المِحرَاب وَجَدَعِندَهَارِزقًا قَالَ یمَریَمُ أَنّی لَکِ هَذَا قَالَت هُوَمِن عِنداللهِ إِنَّ اللهَ یَرزُقُ مَن یشآ‌ءُبِغَیرِحِسَابٍ    آل عمران (۳۵ـ ۳۷)
ژباړه: (یادکړه ای محمده!) هغه وخت چې وویل (حنی) ښځې دعمران چې ای ربه زمابېشکه زما، نذرکړی می دی تاته هغه شی چې په ګیډه زماکښې دی، حال داچې هغه به آزادوي (له نورومشاغلو دبیت المقدس خدمت ته) پس قبول کړه ته (ای ربه! دانذر) له مانه بېشکه ته چې ئې هم داته ئې ښه اورېدونکی (دګردو(ټولو) اقوالو) ښه عالم (په ټولواحوالو، پس کله چې وئې زېږاوه هغه (نذر) نو وویل (حنی) چې ای ربه زما بېشکه زه چې یم ومی زېږاوه هغه (نذر) حال داچې ښځه(انجلۍ) ده، اوالله ښه پوه دی په هغه شی چې زېږولی ؤدې(حنی دعمران ښځې)، اونه دی نارینه (چې حنی غوښتی ؤ له پاره دخدمت دبیت المقدس) په شان ددې ښځې (انجلۍ). اوبېشکه مانوم کښېښود ددې مریمه اوبېشکه زه پناه ورکوم دې ته په تاپوری اواولادددې(مریمې ته) له شیطان مردود(ترټلی شوی) نه، پس قبوله کړه دا(مریمه) رب ددې(دنارینه په ځای) په قبلولوښوسره او زرغونه ( لویه) ئې کړه په زرغونولو(لویولو) ښوسره او(الله) کفیل وګرځاوه دې لره زکریا علیه السلام؛ هرکله به چې ننوت دې ته زکریاپه محراب(عبادت خانه) کښې نوموندله به ئې له دې( مریمې) سره څه روزې (یعنی مېوې دژمی په اوړی، اومېوې داوړی په ژمی کښې)، وویل (زکریا) ای مریمې له کومه (راغلې) ده تاته داروزې؟ وویل(مریمې زکریاته) چې دا(روزې) له طرفه دالله ده، بېشکه چې الله روزې ورکوي هغه چاته چې اراده ئې وکړي (دروزۍ ورکولوئې ډېرپرېمانه) بیحسابه.
اوس ته لږدفکراوعقل څخه کارواخله چې ایاموږئې دښمنان یواوبرعکس  که دوستان؟؟؟
قسم می دی په هغه رب وي چې دټولوکائناتوخالق اومالک دی که ستاسوپه شان یوعیسایی راهب هم دحضرت عیسی علیه السلام اودبې بې مریمې رضی الله عنهاګستاخې وکړی نواسلام یواځنی هغه  الهی دین اوقانون دی چې ستاسربه له تنه جلاکړي.
اوبل داچې یومسلمان مسلمان کېدای نشی ترڅوپرنبوت دعیسی علیه السلام اقرارونکړي اوایمان رانه وړي، اودبې بې مریمې رضی الله عنهاپرعفت اقرارونکړی اوایمان پررانه وړي ؛
دمسلمانانوپردې ایمان دی چې عیسی علیه السلام یولوړپېغمبرؤاودی حق وو،دهغه ټولې معجزې په قرآنکریم کی ذکرشوی دي :
وَرَسُولاً إِلَی بَنِی إِسرآ‌ءِیلَ إَ نِّی قَدجِئتُکُم بئایَةٍ مّن رَّبِّکُم إَ خلُقُ لَکُم مِّنَ الطِینِ کَهَیئَةِ الطَیرِ فأَنفُخُ فِیهِ فَیَکُونُ طَیرًابِإِ ذنِ اللهِ وَأَبِریءُ الأَکمَهَ وَالأَبرَصَ وَأُحیِ المَوتَی بإَذنِ اللهِ وَأُنَبِّئُکُم بِمَاتأ کُلُونَ وَمَاتدَّخِرُونَ فِی بُیُوتِکُم إنَّ فِی ذالکَ لأَیَةَ لَّکُم إن کُنتُم مُّؤمِنِینَ آل عمران (۴۹)
ژباړه: او(لېږلی ئې موږ ای عیسی) رسول طرف دبنی اسرائېلوته (چې وایه دوی ته) بېشکه زه په تحقیق راغلی یم تاسی ته په لویه علامه له ربه ستاسی څخه. بېشکه زه جوړوم تاسی ته (ای بنی اسرائېلو) ! له خټوڅخه په شان دشکل دمرغه نوپوکوم په دې (شکل) کښې  پس کیږی (هغه شکل) مرغه (الوتونکی) په اذن دالله سره، اوروغوم مورزاده (پیدایشی) ړونداوپیس اوژوندی کوم مړي په اذن(حکم) دالله سره. اوخبروم زه تاسی په هغه شی چې تاسی (ئې) خورئ او(خبروم زه تاسی) په هغه شی چې تاسی (ئې) ساتئ په کورونوخپلوکښې، بېشکه په دی (معجزو) کښې هرومرونښانه ده تاسی ته که ئې تاسی مومنان (یقین لرونکی زماپه نبوت).
په اسلام کی دسیدناحضرت عیسی علیه السلام مرتبه ډېره لوړه ده اوقرآنکریم پردې ګواه دی:
إِذقَالَتِ المَلئِکَةُ یمَریَمُ إِ نَّ اللهَ یُبَشِّرُکِ بِکَلِمَةٍ مِّنهُ اسمُهُ المَسِیحُ عِیسَی ابنُ مَریَمَ وَجِیهًا فِی الدُّنیَاوَالأَخِرَةَ وَمِنَ المُقَرَّبِینَ(۴۵) وَیُکَلِّمُ النَّاس فِی المَهدِوَکَهلاً وَمِنَ الصلحِینَ
آل عمران (۴۵، ۴۶)
(یادکړه ای محمده!) هغه وخت چې وویل ملائکې(جبرائېل) ای مریمې بېشکه الله زیری درکوی تاته په یوې کلمې سره چې له طرفه دده نوم دهغه مسیح عیسی ځوی دمریمې دی په دی حال کښې چې مرتبه والادی په دنیا کښې(په اطاعت اونبوت) اوآخرت کښې (په رفعت اوشفاعت) او(دالله) له مقربانوڅخه دی؛ اوخبرې به کوي له خلقوسره په مهد(دمورپه غیږیاپه ځانګویاپه طفولیت ) کښې اوپه کهولت (پوره عمر) کښې اوله صالحانوڅخه به وي.
اوس تاسی پرېکړه وکی چې موږئې دوستان یواوکه دوښمنان؟؟؟
9: متی العربی: ستاسی په قران کی 113 ځلی تثلث راغلی دی اوهغه داچی (بسم الله الرحمن الرحیم) الله یو خدای دی، الرحمن بل خدای دی اوالرحیم بل دی، نوتاسی ولی تثلث نه منی؟
ځواب:داته خطاوتلې ئې په قرانکریم کی 99 دخدای نومونه شته  لکه:  الباری، السلام، المصور، العال، الغفار، القدوس، الستار، المومن، المهیمن ۔۔۔۔۔
بې وقوفه داټول دخدای پاک صفتونه دی، اودخدای لپاره یواځی لفظ د(الله ) راځی، دغه خدای رحیم هم دی ، رحمن هم دی اوقادرهم دی اوداسی نور۔۔۔ ته اوس دیوه ډېرساده مسلمان څخه داپوښتنه وکه چی ستاسوپه قرانکریم کی 99خدای یان سته نودی به څه درته ووایی؟ دا99 ئې صفتونه دی اوهریوبېل بېل خدای نه دی۔
دازه دانسانانوپه ورځنی استعمال کی درښیم اوهغه داچې یوه سړي چې تعلیم کړی وي نو وهغه ته دبېلګې په ډول سره دده ټول القاب اومشخصات اوتخصص لیکل کیږي لکه:
شیخ القرآن والتفسیر دوکتورمفتی جامع المعقول والمنقول اشرف علی
اوس شیخ القرآن هم اشرف  علی دی، شیخ التفسیرهم اشرف علی دی، مفتی هم اشرف علی دی اوداسی نور… په مذاهب عالم کی والله جل جلاله ته ترزرو۱۰۰۰ زیات نومونه شته، نوددې دامطلب نه دی چې العیاذ باالله ۱۰۰۰ خدایان شته.
نوربیا…