کور / تازه خبرونه / اندونيزيا او ايران د قران ضد فلم (فتنه) سخت محکوم کړ

اندونيزيا او ايران د قران ضد فلم (فتنه) سخت محکوم کړ

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياندسيد محمد علي حسيني د قران ضد فلم سخت محکوم کړ.


 ښاغلي حسيني داد اسلام او فرهنګ ضد يو فلم وباله اود  هالنډ، انګلستان او اروپايي ټولني څخه يې وغوښته چي ژر تر ژره ددې فلم د وړاندي کېدو مخنيوئ  وکړي .



فلم جوړونکي خيرت ولدرز خپل فلم پرون د يوه لندني ويب سايټ له لاري وروسته تر هغه خپور کړ،  چي د هالنډ ټلويزيون د هغه د خپرېدو جواب ورکړ .


دا فلم چي ټولټال ۱۷ دقيقې دئ د قرآن عظيم الشان د ايتونو ، ځانمرګي بريدونو، د سپېڅلي پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د کاريکاتورونو او همدا ډول د نيويارک پر سوداګريز مرکز بريدونه ، د لندن بريد او هسپانيې پلازمېنې مادريد بريدونو زړې عکاسۍ ، د زړو ورځپاڼو د ځينو برخو او په شامځکه ( بګراونډ) کي له موسيقۍ څخه جوړ سوی دی .