د شهيدانو د بې حرمتۍ په اړه احتجاج ليک

د لراوبر اداره | جنوري 14th, 2012


د امریکايي ځواکونو له لوري د شهیدانو د جسدونو د بي حرمتي په اړه په فيسبوک کي د لر اوبر پښتون یون احتجاج ليک


د امریکايي یرغلګرو له لوري د افغانانو د مبارکو جسدونو بي حرمتي په کلکه غندو . د بشري حقوقو له تنظیمونو څخه هیله کوو چي په دي موضوع کي چوپ پاتي نه شي بلکي خپل غږ اوچت کړي تر څو نړیوال په دي پوه شي چي افغانستان ته راغلي امریکايي او ناټويي یرغلګر یوازي د وژلو ، ورانيو او بي عزتیو لپاره راغلي دي .
امریکايي او اروپايي ولسونه باید په دي پوه شي چي افغانان په هیڅ ډول هم امریکايي او نور خارجي یرغلګر په هیواد کي نه مني بلکي د ژر ژر تر وتلو غوښتونکي يي دي .


افغانان په دي پوه شوي چي په هیواد کي د جګړو،ورانیو او بد بختیو عاملین خارجي یرغلګر او ددوي په لاس جوړ شوي لاس پوڅی حکومت دی . د کومو هیوادونو فوځونه چي په افغانستان کي میشت دي ولسونه يي باید خپل حکومتونه اړ باسي تر څو زموږ له هیواد څخه خپل فوځونه وباسي او افغانستان ته د سولي په راوستلو کي له افغانانو سره هر اړخیزه مرسته وکړي .
په افغانستان کي د یوه ازاد اسلامي دولت د جوړیدلو په هیله

Copyright Larawbar 2007-2024