کور / کره کتنه / د مخابراتو وزارت د پام وړ

د مخابراتو وزارت د پام وړ

دا، چې رسنۍ په يوه هېواد کې د مثبت بدلون راوستلو کې فعاله ونډه لري، په همدې ډول کولای شي، چې د عامه اذهانو په روښانه کولو کې هم مهم او کلیدي رول ولوبوي، د آزادو رسنیو له لارې انتقاد نه یوازې په افغانستان بلکه د نړۍ نورو هېوادونو کې هم ترسره کېږي، مګر د افغانستان او د نورو هېوادونو د رسنیو انتقاد کولو کې لوی فرق شته دی، چې باید په مخنيوي کې یې د افغانستان د مخابراتو او ټيکنالوژۍ وزارت او د ملي امنيت لوی رياست فعاله ونډه واخلي.


 په نوره نړۍ کې، کله چې يو شخص هېوادنۍ ګټې په خطر کې وويني لومړی خو کوښښ کوي، چې چارواکي سره مخامخ وګوري خو که د لیدو او د خبرو کولو وخت پيدا نشي، نو بيا د مهمو رسنيو له لارې یې د ليک په وسیله خبروي، په لیک کې ټولو هغه فعاليتونو، روانو حالاتو او په آینده کې متوجه مشکلاتو ته اشاره کوي، او چارواکی متوجه کوي، چې باید د کار کولو د اجراء څخه مخکې ډېر دقیق وسي، او پرځای قدم واخلي، مګر زموږ په هېواد کې دا خبره په چورلټ ډول برعکس ده.


د رسنیو له لارې او په ځانګړي ډول د برېښنايي رسنيو له لارې ځينو په وطن مینو اشخاصو پسې د انتقاده ډکې ليکنې کېږي، چې هغه د ملي ګټو پرځای د شخصي مشکل له وجهې وي، پرځای د دې چې يو چارواکی متوجه کړي، چې د داسې کړنو څخه لاس واخلي، چې د ترسره کولو په وجهه یې د فايدې څخه ټولنې ته نقصان زیات وي، زه د مخابراتو او ټيکنالوژۍ وزارت محترم مقام او د ملي امنيت لوی رياست محترم ریس صاحب څخه غوښتنه کوم، چې دوی دې اول د داسې لیکنو لیکوالان په نښه، د لیکل شوې لیکنې په اړه دې ترې سپيناوی وغواړي که چیرته سپيناوی یې و نه شو کړای بیا یې بايد سخت مجازات کړي.


 که چېرته د پښتو مشهورو کلیدي وېب پاڼو په فعاليتونو ځلغنده نظر تېر کړو، و به وينو چې په تېرلنډ وخت کې څومره لوړپوړو چارواکو (وزیر، معین، د مستقلو ادارو ريسانو، واليانو او وکیلانو حتی ولسمشر)پسې څومره اخطاریه ډوله لیکنې شوي، په يادو لیکنو کې هېڅ ډول ثبوت نه وي موجود مګر یوازې د عامه اذهانو د مشوش کولو لپاره په مستعر نومونو وېب پاڼو ته ورکول کېږي، چې د داسې لیکنو په نشر سره زموږ ګاونډي استخبارات ډېره ګټه اخیستی شي، د همداسې لیکنو په تعقیب نورې لیکنې کوی شي، او د هغه اشخاصو په اړه نورو ته ذهنيت ورکوي، چې دې خاورې او ولس ته د خدمت جوګه وي، په دغه برخه کې بايد نه یوازې دا، چې د ملي امنيت لوي ریاست او د مخابراتو او ټيکنالوژۍ وزارت د مخه نيوي لپاره يې کوټلي ګامونه واخلي، بلکه پکارده، چې د وېب پاڼو مسوولين هم په دغه برخه کې خپلو همکاريو او همغږۍ ته ملاوتړي او دهغه ليکنو د خپراوي څخه ډډه وکړي، چې د يو شخصيت په اړه خلکو ته منفي ذهنيت ورکوي، ځکه اوس وخت ګران او ټوټې ټوټې هېواد ته د خدمت کولو وخت دی، داسې وخت دی، چې بايد چارواکي د مظلوم ولس د درد دوا شي، داسې یو وخت دی، چې چارواکي د مظلوم ولس لاس نیوی وکړي، او هغه کارونه ترسره کړي، چې آینده نسلونو ته یې هم ګټه ورسي.


که چیرته کوم لیکوال او مبصر پرځای د ده چې په يوچارواکي ليکنه وکړي، مخکې د ليکنې دې يوځل ورشي، ټولې هغه خبرې او مشکلات ورسره شریکي کړي، چې هېوادوالو ته د ګټې پرځای نقصان رسوي، خو که چیرته بیا هم و نه توانید چې ورسره وګوري، بیا دې پرې لیکنه وشي او سالم انتقاد ته پکې ځای ورکړل شي.
ديو سمسور او آباد افغانستان په هیله