کور / کره کتنه / زموږ د ماشومانو د حق پوښتنه به څوک کوي؟

زموږ د ماشومانو د حق پوښتنه به څوک کوي؟

هسي هم هر ورځ دافغانستان په هر برخه کښي پښتنو ته یو نه یوه پیښه خواشینوونکي وي او هره لحظه دیو بل بد خبر اوریدلو ته ټول تیار ناست وي ځکه چي زمونږ پښتنو په برخه خوښي نده رسیدلي دا هر څه مونږ په خپل په ځان کړي دی
تیره ورځ دپوهني وزیر وویل چې لږترلږه څلور ملیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي.


اکثره ماشومان د افغانستان په جنوبي ولاینتونو کې، چې طالبان پکې زیات فعالیت لري له زده کړو بې برخې شوي دي.طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې د جنوبي ولایتونو په سلګونو ښوونځي ویجاړ کړي یا سوځولي او په سلګونو نورو کې زده کړې منع کړي.


له همدې کبله د افغانستان د جنوب تر ټولو د مهم ولایت کندهار د زده کوونکو شمېر د هیواد د شمال تر ټولو د وروسته پاتې ولایت د زده کوونکو له شمېر سره د پرتلې وړ نه دی. د پوهنې وزیر فاروق وردک په دې خواشیني څرګنده کړه چې لږترلږه څلور ملیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي خو په عین حال کې یې هیله څرګنده کړه چې په راتلونکو درو کلونو کې به د زده کړې په شرایطو ټول برابر افغان ماشومان ښوونځیو ته د تګ اسانتیا ولري.


د افغانستان د پوهنې له وزارت سره د پنجشنبې په ورځ جاپان د شل ملیون ملیون ډالرو مرستې تړون لاسلیک کړ. په دې پیسو به په بامیان او دایکنډي ولایتونو کې ښوونځي جوړ شي.
دا واړه خبره نده ورځ په ورځ زمونږ ولس دتعلیم دعظیم نعمت نه محرومیږي او زمونږ اساس او بنیاد له منځه ځي
په پښتني سیمو کښي زمونږ ښوونځي ځکه نه جوړیږی ځکه چي هلته امنیت نشته زمونږ پښتني سیمي ماشومان داحق نلري چي ښوونځي ته لاړه شي ددي حق پوښته به څوک کوي ؟