کور / کره کتنه / اسلام،نه سلفیت؟!

اسلام،نه سلفیت؟!

زموږ په سیمیز چاپیریال کي د پوهي ، منطق او معقولیت د نه شتون له امله هر څه خپل معیار بایللی او زموږ د ټولنې وګړي، له هر څه سره احساساتي چلند کوي، له عامو مجلسونو، نیولې تر نقد، علمي بحث او ان تحلیل پوري هر څه پر جذباتو او ولولو ولاړ دي او د ټولني ځيني کسان په زور هڅه کوي چي د خلکو له احساساتو ناسمه ګټه واخلي او د خپل نظر مخالفین په داسي توګه وځپي چي تر ډېره معقولیت او منطق پکي دخل ونه لري بلکي توندې فتواوې او له معیاره لوېدلي ګنګوسې وي .
ما څو ورځې وړاندي د محمد عابد عابد په نوم یوه لیکوال ته چي پر ما یې نیوکي کړې وې د ځواب په بڼه یوه لنډه لیکنه لیکلي وه چي دا دئ نن د عبد الرحیم سلفي په نوم یوه بل چا هم له موضوع لري ، څو کرښې پر زیاتي کړې دي ، که څه هم له فني اړخه د ده لیکنه په ځواب نه ارزي مګر له دې کبله مي یې په اړه ځوابي لیکنه وکړه چي هسي نه نور لوستونکي په شک کي واچوي او د تلبیس په دام کي ښکېل شي .
ښاغلی عبد الرحیم سلفي لیکي :
(( تر ډیرې مودې مي د سلفیانو پورې د اړوندې ګروهي یو څه ډیر خوښیدل، او هغه دا چي دوي وایی چې مونږ غواړو په قران اوپه حدیثو باندی لکه څنګه چې دي عمل وکړو . خو بدبختانه ددوي له نظره نور ټول په غلطه او ګمراه لاره روان دي بلکه دا نوي ځوان سلفیان چې دیو څو حدیثو پرته نور ددین په الف و ب هم اګاهي نه لري اوسلفیت ورته یواځي دپښو په ازادو ایښودو او یا په زوره دامین په ویلو تر سترګو کیږي دکفر او شرک ټاپي یی په جیبونو کې اچولي او سمدلاسه دخپل ځانه او دخپلو ملګرو پرته ورته نور ټول کافر او مشرک په نظر راځي . ))
ښاغلی سلفي صاحب ! تا خو لومړنی اعتراض کړی چي سلفیان په خوله د قرآن او حدیث دعملي کولو ناري وهي او دوئ په دې اند دي چي نور ټول خلک مشرکان او ګمراهان دي ، د دوئ ډېری لارویان په الف با نه پوهېږي او اسلام یوازي دا ګڼي چي پښي ازادي کړي، امین په زوره ووايي او نور …
نو لومړۍ خبره دا ده چي په اسلام کي د حنفیت ، مالیکیت ، شافعیت ، حنبلیت ، سلفیت او شیعیت په نوم ډلې نه شته ، د ټولو مشترک نوم مسلمان او دین یې اسلام دئ . هر مسلمان ته الله امرکړی چي یوازي په حبل الله منګولې ټینګي کړئ ، ډلې – ډلې مه کېږئ .
که سلفیان داسي عقیده لري چي یوازي دوئ مسلمانان دي بل مسلمان نه شته نو دا یقینا چي خطرناکه مفکوره ده او دا هم ناسم نظر دئ چي اسلام یوازي د امین بالجهر ، رفع الیدین او څو نورو اختلافي مسائلو نوم دئ ، بلکي اسلام د هغه الهي قانون نوم دئ چي له عقیدې نیولې ، تر عباداتو، معاملاتو، اخلاقو ، سیاست ، اقتصاد ، تعلیم او د ژوند تر هرې برخې یې احکام پراخ دي او په هره څانګه کي رڼې لارښوونې لري .
نو چي ستا له تحلیل سره سم سلفیان داسي بد خلک دي بیا ته ولي ځان سلفي ګڼې؟ یو سړی باید ځان هغې ډلې ته منسوب نه کړي چي دی په خپله بد پرې وايي، دا خو عجیبه ده چي هم په خپله سلفي یې او هم دي له سلفیانو دومره بد کېږي !!!.او بیا دا هم وايي چي په الف با نه پوهېږي؟ نو دلته دا پوښتنه پیدا کېږي چي ته په کوم لیست کي یې؟.
سلفي صاحب ليکي :
(( خو ددوې دا کار که څه هم تر ډیره پورې د کرکي او نفرت وړ دې ، اما زما د ټولو اندیښنو سره یی هم زما په عقیده کي کوم ځانګړې اغیز ونه کړ . خو کله مي چي په مصر کي د سلفیانو د النورد ګوندد مشر عماد عبدالغفور سره د الجزیری مرکه ولوسته نو ماته یی ډیر زیات شکوک راپیدا کړل اوپه دې فکر کي شوم چې سلفیت اصلا یوه عقیده نه بلکه یو سیاسي ګوند دي چي د سعودیانو د پادشاهي نظام د پتروډالرو په واسطه تغذیه کیږي او موخي او اهداف یی په نړۍ کي د سعودي د نظام بقا او د سعودي د نظام په څیر د نظامونو تولید دي .))
زه د دې دفاع نه کوم چي سلفیان په سیاست کي ونډه نه لري او نه د سلفیانو له هرې فتوا او دیني نظر سره توافق لرم ، بلکي زه د هر چا خبره په معیار تلم د هر چا خبره چي د فني اصولو له مخې په معیار پوره وي ماته د منلو وړه ، زه د حنفي ، مالکي، شافعي، حنبلي او سلفي تو پیر نه کوم ، ځکه زما کار د استدلال له وزن او ارزښت سره دئ نه د یو چا له شخصیت او سیاست سره .
بله خبره دا ده چي که سلفیان په سیاست کي ښکېل دي ، نو هغه کومه ډله ده چي په سیاست کي ونډه نه لري او ایا په سیاست کي برخه اخیستل د یوې ډلې پر دیني رنګ اغېز کولای شي؟.
سعودیان هم لکه دپخواني شوروي اتحاد په څیر د خپل اند دپرمخ بیولو له پاره ددغسي ګوندونو د بنسټ ایښوولو له پاره په زغرده کار کوي ، روسانو یا پخواني شوروي اتحاد دکمونستي فکر له پاره په نړۍ کي د کمونستي غورځنګونو له پاره بې حسابه پانګه مصرفوله ، امریکایان د دیموکراسۍ د ودې او نمو په خاطر په نړۍ کي د خپلو جاسوسی کړیو په واسطه او یادیو شمیر این جیواوګانو له لارې په ولسونو کي ور ننوځي او سعودیان دسلفیت له لارې او هم د همدي سلفیت له اړخه د خپلو جاسوسي کړیو په واسطه ساده لوحي مسلمانان د رسول الله صلي الله علیه وسلم په حدیثو باندی دعمل تر نامه لاندي را ټولوي اوبیا ترې خپل کار اخلي .
سمه ده چي سلفیانو ته سعودي پیسي ورکوي ، ملاتړیې کوي او هڅه کوي چي د دوئ په مټ په سیمه کي ځان ته د نفوذ زمینه برابره کړي ، نو اوس له تا پوښتنه کوو چي موږ باید څه وکړو؟. ایا قرآن کریم او نبوي احادیث پرېږدو؟ ځکه چي سلفیان هم د قرآن او حدیث شعارونه ورکوي ، که موږ هم دا شعار ورکړو نو خو ګواکي د سعودي لپاره موږ کار وکړ، ولي چي د هغوئ ملاتړي دا ډول ناري وهي؟.
اصلا موږ باید د دوئ هغه خامۍ په ګوته کړو چي د اسلام له اصولو سره په ټکر کي دي، دا چي موږ پر خلکو تور لګوو چي ته فلاني ته کار کوې او فلاني ته یې نه کوې ، دا هدف لرې او هغه دسیسه جوړوې ، په دې کي نه زموږ ګټه شته او نه مو مسؤلیت دئ، موږ باید هڅه وکړو چي خپل مسلمان اولس په قرآن او نبوي احادیثو وروزو خو که چا هڅه کوله چي تر دې نوم لاندي مو پر بله لار بوزي باید هغه دسیسې یې له کره شواهدو سره مسلمانانو ته وړاندي کړو .
سلفي صاحب بیا لیکي :
(( دا په داسي حال کی چې دسلفیت تر نامه لاندي ګروهه د ال سعود دکورنۍ او محمد بن عبدالوهاب د مذهب سلفیت ترمنځ د کړي ژمني وروسته رامنځته شوي . د سعوديانو تاریخ دا ډاګیزه کوي چي د ال سعود دکورنۍ او دمحمد بن عبدالوهاب ترمنځه ، د سعودي عربستان د نظام د جوړښت سره سم دا ژمنه وشوه چې مذهب به یی دمحمدبن عبدالوهاب کورنۍ ته پاته کیږي او سیاست به یی دال سعود کورنۍ ته .
ددغه نظام د جوړښت پیړۍ لا هم نه ده تیره شوي چي سلفیت د پټرو ډالرو په مرسته په هرې اسلامي ټولني کي خپور شو اوپه اسلامي امت کي یی د ولسونو د ویش یوه بله ستره ستونزه راپیدا کړه .))
نو بیا هم دا پوښتنه پیدا کېږي چي په سلفیت کي له دومره خرابیو، ناولتیاوو او دسیسو سره – سره ته ولي ځان سلفي ګڼې او هغې ډلې ته په خپل نسبت خوښ يې چي نه یې له عمومي تګلارې سره جوړ یې او نه یې د بنسټګر خوښ دئ ، ته باید هیڅکله ځان ته سلفي ونه وايې ، ځکه بیا ته هم د دوئ له ډلې ګڼل کېږې چي ستا هم عین هغه حکم دئ چي تا پر دوئ کړی دئ .
ښاغلی سلفي بيا وايي :
(( اما ددي سیاسي ګوند نظر هغه وخت ښه را ډاګیزه شو چې په مصر کې دټولټاکنو په وخت کي یی څه رایی تر لاسه کړي … مخته وایی چي : مونږ د مصر اساسي قانون ته چی ورلاندی یی ټول خلک مساوي بلل کیږي، احترام لرو. دا د هر هیوادوال حق دی چی واک ته د رسیدلو لپاره هڅی وکړي، «که زما ګوند هم دا کار کوي او کوم مصري عیسوي ته رایه ورکړي نو حق یی دی چی داسی وکړي … په دې لړ کی په دعوت کي دغه نن د مهاجر په نامه خپور شوي یو مضمون هم ددې شاهدي ورکوي چې هلته یی ګڼ شمیر احادیث هسي د عربي لیکني ګڼلي ، حال داچي په دي حدیثونو باندی تر اوسه پورې ډیر استناد کیږي .))
ستا نورې اوږدې خبرې هسي زړه تشول وو چي زه یې په اړه څه نه وایم ، ځکه هغه د ګوندونو او شخصیتونو خپلې کړنې دي چي په اړه یې زه مسؤلیت نه لرم، مګر ما چي په خپل مضمون کي کوم روایتونه رد کړي هغه مي د ټولو حدیث پوهانو تر منځ د منل شویو اصولو په رڼا کي رد کړي ، له ځانه مي پرې د ضعیف او کمزوري ټاپه نه ده لګولې . صرف استناد د یو حدیث د صحت لپاره کفایت نه کوي ، که ته بیا هم د سلفیانو هغه څوک نه یې چي په الف با نه پوهېږي نو ته په خپله پوهېږي چي د فقهې په ګڼو کتابونو کي داسي روایات شته چي علماوو پرې استناد کړی ، مګر د فن ماهرو څېړونکو هغه جعلي او کمزوري بللي دي .
سلفي صاحب بیا لیکي :
(( په دې اساس ماته داسي ډاګیزه شوه چې دا ډله د حدیثو تر نامه لاندی هماغه د حدیثو نه منونکي او دحدیثو دمنکرینو ډله ده ، غواړي داسلام شکل اوبڼه ویجاړه کړي ، په ولسونو کي نفاق راپیدا کړي ، دجهاد دروازی وتړي او د شرک او کفر په ټاپو دخلکو په مذهبونو باندي لوبي وکړي . دهمدي اوداسي نورو ملاحظاتو په واسطه مي دالله تعالي جل جلا له په لور مخه کړه او عذر مي ورته وکړ چي پدی ډول فتنو کي د پریوستلو څخه مي خوندي و ساتي او په همغه لاره مي رهنمایی کړي چی دهغي درضا سبب ګرځي .))
که ستاسو په اند د اصولو او معیار په رڼا کي د روایاتو ردول ، له حدیثو انکار وي ، نو بیا خو باید هغه علما هم د حدیثو منکرین وبولئ چي د موضوعاتو او ضعیفو روایاتو په اړه یې په ټوکونو – ټوکونو ګڼ کتابونه لیکلي دي او ډېر داسي روایات یې رد کړي چي خلک استناد پرې کوي او هر مسلمان باید دعا وکړي چي الله د خپلې رضا وړ لار ور په برخه کړي تاسو چي کومه دعا کړې موږ یې هم درسره بدرګه کوو .