کور / شعر / جنـګســــالار

جنـګســــالار


جنګسالار فکر کـــوي چي معتبر دی
دافـــغان ولس لـــه قهره ناخـــــبردی
پټه پټه غمــــازي اوجاسوسي کــــړي
خیال کوي چي پټ د ده دغه هــنردی
څو لغړه بې سیواده پر راټــــــول دي
دهغو مخ ته یې بل نقـــاب پر سر دی
میدان ګرم لوټمارهم رهبري غواړي
داسي خلګ خپل ولس لــره خنجر دی
په سل کا له یې قبــــوله غــــلامي ده
اما نزیه دغـــلو خپل ځا نته دفـتر دی
امانزی ناروي ۱۴جنوري ۲۰۱۲