یو امریکایی افسر د زخمونو څخه مړ سو
د امریکا د دفاع وزارت ( پنتاګون ) خبر ورکړ چی هغه ۳۴ کلن امریکایی افسر چی اته ورځی مخکی طالبانو په بلخ ولایت کی ویشتلی و ، وړمه ورځ په جرمنی کی د امریکایی پوځ په روغتون کی د زخمونو څخه مړ سو .
دا دوولسم امریکایی پوځي دﺉ چی په روانه جنورۍ کی له منځه ځی .