کور / z_buitenland_news -- 5 / مولانافضل رحمان د امریکې خارجه وزير له مرستيال سره وکتل

مولانافضل رحمان د امریکې خارجه وزير له مرستيال سره وکتل

 

U. S. Assistant Secretary of State Richard Boucher, left, shakes hands with anti-U. S. and pro-Taliban cleric Fazl ur Rehman in Islamabad, Pakistan, Friday, March. 28, 2008

دجمعيت  علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان  ويلي  دي چى امريكا ومنله  چى  دزور څخه  كار اخستل  هيڅ كله ښې پايلې نه لري  دپاكستان  نوي حكومت  به زړي تګلاري  عملي نكړي  په اسلام اّباد كښې  دامريكا دبهرنيوچارو دمرستيال  رچرډ باوچر  سره سره دملاقات  وروسته مطبوعاتي كنفرانس  ته دوينا پرمهال  مولاناف ضل  الرحمان  زياته كړه  چي  په افغانستان كښې  لګيدلي  او ر پاكستان تراغيز لاندې  راوستي  دى  دپاكستان  نوي حكومت  به دترهګرۍ  د سياسي حل لاره  ولټوي  پدغه  وخت رچرډ باوچر  دمولانا فضل الرحمان  سره ملاقات  ګټور وباله ديوې پوښتني  په ځواب كښې مولانا فضل الرحمان وويل  چي افغانستان كښې  دي  له طالبانو سره خبري اتري وشي خو چي كله له ده څخه  پوښتنه وشوه چى ايا ته به دطالبانو او افغان دولت ترمنځ په خبرو اترو كښې كوم كردار  ادا كړي  نو مولانا  وويل  چي اوس  وخت تير شويدی امريكا يان اوس پدغه  خبره پوه شويدي چي دترهګرۍ  مسئله حل كولو لپاره به اوس  له سياسي  لارو چارو څخه  هم كار  اخلو .

اولس مولانا فضل الرحمن او امريکايي لوړ رتبه چارواکي په دې تورنوي چي دواړې خواوي د خپل ګټو په خاطر خپل ولس د جګړې لمبو ته ور ټېل وهي او خپله يو بل ته لاسونه ورکوي .