دمراد شينواري پوښتنه اوس کوو ؟
په بحرنۍ نړى ياهم ددنيا په نورو ټولو هيوادونو کي دهغه ځاي دواسېدونکو دا اصول وي چي په ښارونو، کليو او ياهم نورو سيمو کي دخپلو ټولو هغو اتلانو ستورو او نورو مخورو پوهانو او دنظر څښتنانو چي دهغې سيمي په دادب کلتور، سياست، ساينس، تکنالوژۍ، ژبي، تاريخ، او داسي نور معنوي ارزښتونو دژوندي کولو او ساتلو په ډګر کي ځلېدلي وي، دخپل هيواد خاوري کلتور تاريخ او هم خپلو سرونو لپاره شملې ګڼي، او په ژوندوني يې دډېر زيات احترام وړ ګڼي پرې وياړي، دسر دبقا لپاره يې خير غواړي، او دهغه ځاي دولت يې هم هر ډول ساتنه دخپل ملي وياړ دساتني په موخه تر سره کوي، او دهرډول سهولتونو په برابرولو کي ورسره مرسته او همکاري کوي که په لنډ ډول ووايو اخير خوا خويې پرې بديږي.
خو دنوري نړۍ خلاف او نورو قومونو برعکس موږ پښتانه دخپل کلتور، ادب، تاريخ، ژبي، سياست ستوري او اتلان له مرګه وروسته ياهم دکوما په حالت کي يادوو او پرې سرې سرې اوښکي تويه وو يايې هم پر قبرونو باندي دسرو او سپنو ګلونو ګېډۍ ږدو، اوږدې اوږدې مرثې ورباندي وايو او بيايې نو ياد غونډو ته هم ملاوي وتړو.
زه نه پوهېږم چي موږ ولي داسي يو او ولي داسي کوو. پرځاي ددې چي موږ پر خپلو علمي هستيو ووياړو، احترام يې وکړو، استفاده ورڅخه وکړو، گټه ترې واخلو، زده کړه ترې وکړو خو متاسفانه له نامه سره يې هم اشنا نه يو.
زما تر اوسه ښه په ياد دي چي په تيرو کلونو کي چي کله دعلامه عبدالشکور رشاد دمړيني لومړنۍ ورځ وه جسد يې له کابله دکندهار پر لوري دانتقال په حالت کي وو نو موږ په کندهار کي دهغه دجنازې را رسېدو ته پر يوه اوږده انتظار اوښـتي وو دماپښين دلمانځه لپاره دخرقې شريفي جماعت ته دلمانځه د اداکولو لپاره ولاړم دجماعت نه وروسته چي کله دروازې ته را ورسېدم ډلي ډلي خلک دعلامه بابا په دېوال ځوړند تصويرته برګ برګ ګوري او حيران ولاړ دي، يو وايي چي يو سپين ږيرۍ دي ورک سوى به وي، بل وايي نه …… خو داټولي خبري تر اوسه پوري زما په ذهن کي ديوې نه هېرېدونکي خاطرې په ډول پاته دي، او دافسوس ځاي دي چي ديوه هندي فلم ايرو ښه پېژنو چي دپلانکي زوي دي، داسي يې وکړه هغه سي يې وکړه او ….. خو تر اوسه پوري موږ دخپل اوسېدونکي ټاټوبي يو علمي سمبول، د ادب، تاريخ، او ژبي يو وتلې څېره اتل او ستورى نه پېژنو.
علامه بابا استاد عبدالشکور رشاد هم داستاد اولفت، بېنوا، حبيبي او نورو ټولو په ګډون هغه څوک وو چي دکور دباندي ډېرو ترې ښه ګټه پورته کړې وه، زده کړه يې ترې کړې وه او وه هم کړه، خو خير خبري ډيري سر يې يو.
نن بيا دادي ديوه بل خواشينونکي او زړه بوږ نوونکي خبر شاهدان يو چي دغزل دپلار حمزه بابا يوازينۍ پاته اولاد مراد شينواري دناروغۍ په سخت حالت کي اوسي، اوس خلک خبر شول چي مراد شينوارى ناروغه دي خداي دي يې سرته خيرپېښ کړي، دپښتو ژبي د ادب دډګر يو ستورى دى او داچي بيانو دهغه حمزه بابا يوازينى زوي دي چي هغه دپښتو ژبي دهر اديب استاد دي او دهر لوستونکي په زړه کي ژوندى دى، او دټول پښتون ولس وياړ دى نو بيا خو يې لا خلک دژبي پرسرونو ګرځوي.
خو زه دا وايم چي تر اوسه پوري ولي چا دمراد شينواري دلوږي او ناروغۍ پوښتنه نه کوله او نه يې هم دهغه دحال پوښتنه او لاس نيوۍ وکړى خو نن چي هغه دکوما په حالت کي دى، نو دهغه سره دافغان حکومت له لوري ديو لکو کالدارو پيسو مرسته څه ګټه لري؟ په کار خو داوه چي نه يوازي داچي دمراد شينواري پوښتنه وشوه بس نو ډېر غټ کار وشو، نه داسي نه ده بلکي بايد چي دپښتوژبي دهر اتل پالنه او روزنه تر سره شي.
موږ دانه وايو چي دپښتو ژبي د ادب ستورو ته دي ښه لوکس موټرونه ورکړل شي، نه، نه دي يې ورکوي هغوي يې هم نه غواړي، هغوي صرف دقام چوپړ غواړي ، سوکالي يې غواړي، موټرونه دي د هغه چامبارک وي، صرف دومره خوبه کولاي شي چي دخپلو خلکو پر وړاندي يې راپورته کړي تشويق يې کړي، ځکه چي پرځاي ددې چي موږ درسنيو له لاري خپلو خلکو ته فلمي ايروګان ور و پېژنو په کار داده چي ولي خپلي سترې علمي هستۍ او علمي څېرې نه ورپېژنو.
د لراوبر يادونه :
زموږ دمعلوماتو له مخي د پښتو غزل د بابا ارواښاد حمزه شينواري د زوی د حال احوال ، پوښتني او همکارۍ په برخه کي په اسلام اباد کي د افغانستان د کلتوري چارو مسول زردشت شمس هلي ځلي او افغاني احساس د قدر وړ دئ ، زموږ د کره معلوماتو له مخي که د ښاغلي شمس هڅي نه وائ خدای خبر چي افغانان او افغان ولسمشر به د مراد شينواري له حاله خبر سوي وائ . جزيات يې له دې ځايه ولولئ
دا وګړي ډېر کړې خدايه ، لويه خدايه لويه خدايه !