کور / تازه خبرونه / وسله والو نوميالی ديني عالم په ډزو وواژه

وسله والو نوميالی ديني عالم په ډزو وواژه


 دجامعه ْ اشرف المدارس ښوونكي او نوميالي  ديني عالم قارى  عبدالمالك په كراچۍ كښي دناڅرګندو وسله والو په ډزو ووژل سو ، له دى  ناوړى  پيښې وروسته پوليس په ټول  ښار كښې  چمتو اوځاى پرځاى شويدي يوباورى خبرځاى پدى اړوند  څرګنده كړه چې  دجامعه ْ  اشرف  المدارس استاد او تكړه دينى عالم قارى عبدالمالك دجمعي  د مباركى ورځى  دلمانځه له اداكولو وروسته پرى نا معلومه كسانو ډزى  وكړي  او روغتون  ته د رسولو پرمهال ئى په لاره  كښى  ساه وركړه د ارواښاد قارى عبدالمالك  له شهادت  وروسته  دكراچۍ په ښار كښى  د اوخت  پوليس  دتيار سۍ  په حالت كښې خپلى دندى تر سره كوي.