کور / هستوي فزيک / په (CERN) کې نویو څیړنو د مډرن فزیک تیوري تر پوښتنې لاندې راوستله

په (CERN) کې نویو څیړنو د مډرن فزیک تیوري تر پوښتنې لاندې راوستله

په ټولیزه توګه فزیک په دو برخو ویشل شوی. چې یوې ته یې د نیوټن یا کلاسیک فزیک او بلې ته یې د آنشټاین یا مډرن فزیک وايی. کلاسیک فزیک معمولا په ماکروسکوپیکه نړۍ او کلاسیک فزیک په مایکروسکوپیکه نړۍ کې د تطبیق وړ دی. مډرن یا د آنشټاین فزیک ټوله فلسفه د هغه په مشهورې معادلې یانې E = mc^2 کې نغښتې ده.


د آنشټاین د تیوري له مخې د نور یا رڼا چټکتیا په طبعیت کې د چټکتیا ورستی حد دی، خو د اروپا تر ټولو ستر هستوي آزموینځای (CERN) کې پوهان وايي “دوی په دې توانیدلي دي چې له اټوم څخه وړو ذرو ته د نور تر چټکتیا زیاته چټکتیا ورکړئ او دوۍ داسې یو الکترون لیدلی چې د یوې ثانیې ۶۰ ملیارډمه حصه د نور په پرتله چټک حرکت کوئ”. دوی دا هم وايی چې دوی په خپله هم دې حیروانکې پیښې باندې لا تر اوسه هم باور نشي کولای او وایي چې دوۍ به دا لاسته راوړنې د نوي کشف په بڼه وړاندې نکړئ. که چیرې دا خبره ثابته شي نو د آنشټاین د نسبیت تیوري مشهوره معادله E = mc^2 چې د نور چټکتیا د طبعیت د چټکتیا ورستی حد بولی باطله ثابتیږئ.


ځینې ساینس پوهان دا لاسته راوړنې د شمیرونکو او اندازه کونکو آلاتو تیروتنې ګڼي او دا ناشونې ګڼي چې د نور تر چټکتیا دې هاخوا چټکتیا هم په طبعیت کې را منځ ته کړای شي. د اروپا د هستوی څیړنو مرکز ویاند جمیز ګیلي وايي چې “دا ډول پیښې چې ناشونې بریښي د ساینسی څیړنو په ترڅ کې ډيرې را مینځ ته کیږ‎ئ، خو په داسې حالاتو کې لمړی ځواب اکثره وخت دا وی چې – زه په دې شي باور نه لرم – بیا د چاپیریال حالت، شمیرنې، تخنیکی وسایل، سافټ ویرونه او داسې نور وسایل ټول له سره کتل کیږي او وروسته پړاو یې دادی چې په نوموړې مسله باندې د نړۍ ساینسپوهان را ټولیږئ او د دې پیښې په هکله څیړنه کوئ چې CERN اوس په همدې وروستي حالت کې دی. دی همدارنګه زیاتوي چې د ورستی پایلو مالومول به میاشت او یا هم کیدای شي کلونه وخت وغواړي”. د آمریکا متحده آیالاتو په شیکاګو کې د فرمي لب د CERN د دغي ادعا په هکله څیړنې کوئ.


په یوه ورته آزموینه کې چې په ۲۰۰۷ کال کې د شیکاګو د فرمی لب لخوا ترسره شوې وې کټ مټ همدارنګه پایلې لاس ته راغلې وې چې وروسته بیا دا ثابته شوه چې دا پایلې په شمیرنو کې د تیروتنې له آمله رامینځ ته شوې وې. که چیرته د CERN دا ادعا ریښیتا ثابته شي، په دې سره به د فزیک په علم کې د یوې داسې نوې پانې پرانیستلو ته اړتیا پیدا وي چې د آنشټاین په تیوری کې نا تعریف شوېو پدیدو ته ځانګړی تعریف او فورمولبندي کړئ.