کور / تازه خبرونه / کندهار: ٢٠٠ بزګرانو ته د زعفرانو د کښت روزنه ورکول سوه

کندهار: ٢٠٠ بزګرانو ته د زعفرانو د کښت روزنه ورکول سوه

د کندهار ولايت د کرهڼي او مالدارۍ رياست ددې ولايت د ښار او ولسواليو ٢ سوه تنو بزګرانو ته د يوې مياشتي په اوږدو کي د زعفرانو بوټي د کښت، روزني او بازار په اړه روزنه ورکړه .
يادو بزګرانو ته نن د کندهار ولايت د کرهڼي او مالدارۍ په رياست کي د يو لړ خاصو مراسمو فراغت ليکونه او همداراز د زعفرانو کښت د روزني اړوند سامان الات ورکول سول.
د کندهار ولايت د کرهڼي او مالدارۍ رياست رئيس انجينير احمد شاه روشن وويل چي دې بزګرانو ته د کرهڼي وزارت په لګښت سره په کندهار او هرات ولايتونو کي د زعفرانو کښت په ارتباط روزنه ورکول سوې ده.
د هغه په خبره چي ددې کسانو له ډلي لومړى ١٥ تنه هرات ولايت ته ولېږل سول او هلته ورته د ياد ولايت د کرهڼي او مالدارۍ په رياست کي د زعفرانو د کښت کولو په اړه روزنه ورته ورکول سول.
د نوموړي په وينا چي په هرات ولايت کي روزل سوو بزګرانو وروسته په کندهار کي پاته ١٨٥ تنو بزګرانو ته هغه څه چي په هرات کي يې زدکړي وه ور وښودل او له هغوى سره يې خپلي تجربې او زدکړي شريکي کړې.
د کرهڼي رئيس زياته کړه له دې پروګرام څخه يې هدف په کندهار ولايت کي د زعفرانو کښت عامونه او همداراز د کوکنارو کښت لپاره د يوه غوره بديل پيداکول و.
هغه وويل چي له دې وړاندي هم کندهاري بزګرانو ته ورته روزنه ورکول سوې وه او په خبره يې چي ښه نتيجې يې هم ورکړي دي.