کور / شعر / غنمینه ډوډۍ

غنمینه ډوډۍ


کورکښې لرو زړه مینځلې شړۍ
میلمه ته ږدو غوړه غنمینه ډوډۍ


چاته موږ نه ګوروپه بدوسترګو
لانجي اوغوټي خلاصه وپه جرګو


راغواړو تاسي چې جرګي منۍ
کور کښې لرو زړه مینځلی شړۍ


موږه انسان دخدای بنده بللی
دنړۍ ونډه کښې موخپل ګڼلی


له ژبی٬رنګ،کسب ومذهب سره
تعصب مونشته،بل نصب سره


دسولی څرک موږرابللی راځۍ
کورکښې لروزړه مینځلی شړۍ


زموږ و خاوري ته چې بد کتلي
په زخمی سرپه لاسو شوټ وتلي


دوی تښتیدلي نیمه شپه کښې په شا
موږ یې بللي یو دوي توره بلا


موږبلا نه یوزموږه موروه زمرۍ
کور کښۍ لرو زړه مینځلی شړۍ


تاریخ لیکلي داسي ډیري کیسي
راشي په سترګوزموږرښتیا ووینۍ


موږ یوپه خپلوکښې یوموټی مدام
افغان تاریخ نه تاسي واخلی الهام


زموږ ته له هرڅه ګرانه خاوره لمړۍ
کورکښې لرو زړه مینځلی شړۍ