د افغانانو د انساني قاچاق تجارت ۱ بليون ډالرو ته ورسېد

د لراوبر اداره | جنوري 23rd, 2012


د واشنګټن پوست د راپور له مخي  د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او د جرمونو نړیوال دفتر د احصایی پر اساس د افغانستنان او پاکستان څخه د افغانانو د قاچاق تجارت د کال یو بیلیون  (زرمليونه ) ډالرو ته رسیدلی دی.


واشنګټن پوست کاږی چه هغه کسان چه د خپل سفر د نهایی هدف ته د رسیدلو په موخه قاچاقبرانو ته پیسی ورکوی د څو سوه ډالرو نه نیولی آن تر ۲۵۰۰۰ ډالرو پوری رسیږي. چه دغه نهایی اهداف د ایران څخه شروع او تر اروپا او امریکا پوری رسي.


غربی هیوادونو ته د افغان کډوالو دغه غیر قانوني لاری د خطرونو سره سره کله نا کله د ډیپورتیشن (واپس کیدلو) څخه هم ډکی وی، ځکه چه نن سبا اکثره مترقی هیوادونه افغان کډوال سیاسی نه بلکی اقتصادی کډوال ګڼي او بیرته یی خپل هیواد ته واپس کوي. خو بیا هم ددومره خطرونو سره سره یوازی تیر کال په ۲۰۱۱ میلادی کال کی د ۳۰،۰۰۰ څخه زیات افغانانو خپل هیواد د نورو هیوادو ته د رسیدلو په تکل پریښودلی دی. چه له دی سره د ۲۰۱۱ میلادی کال د ۲۰۱۰ کال په پرتله د افغان کډوالو د شمیر په نسبت ۲۵٪ زیات وو. دغه احصاییه ۴ کاله وړاندی درې ځلي کمه وه.


تیر کال د دغو کډوالو څخه چه په یوه کښتۍ کی سپاره وو او د استرالیا په لور یی تکل درلود ۲۰۰ تنو په شاوخوا یی په دریاب کی غرق شول. چه البته په کښتۍ کی د نورو هیوادو کډوال هم وو خو زیاته برخه یی افغانان وو.


په دقیقه ډول د افغان کډوالو احصاییه هیچا ته معلومه نه ده او یوازینۍ خبره چه واضح ده هغه دا ده چه د افغان ګډوالو د نړیوال دفتر د راجستر شوی احصایی څخه لوړه ده.


د افغانستان د خارجه وزارت د وینا پر اساس یوازی ۵۰،۰۰۰   افغانی کډوال په غیر قانونی ډول یونان ته په تیرو دوه کلونو کی داخل شوی دي.

Copyright Larawbar 2007-2024