کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د مصر رڼه راتلونکي

د مصر رڼه راتلونکي

ښه مې ياد دي تير کال، همدغه وخت وو چې په عربي نړى کې د ديکاتورانو په واړاندې پاڅونونه له تونس څخه شروع او وروسته نورو عربي هيوادونو هم له دغه هيواد څخه په الهام اخيستنې د ديکتاتوري نظامونو او د خپلواکى لپاره مبارزه شروع کړه او خپلو پاڅونونو ته يې په همدې شکل دوام ورکړ.
د پاڅونونو په شروع کيدو سره په زيات شمير همدغو هيوادونو کې خلک ووژل شول، دولتي ودانى ويجاړې شوې، زيات شمير يې کډوالى ته مجبور شول، خو له د غو هيوادونو څخه يو يې هم مصر وو چې پدې برخه کې يې هوښيارانه تګ وکړ او کوم مالي او ځاني زيانونه يې نه لرل.
په مصر کې په لومړيو کې غربي نړى زياته هڅه وکړه تر څو له دغه پاڅونونه په خپل طرف وڅرخوي او حالات بل طرف ته روان کړي، خو په دغه هيواد کې د اخوان المسليمين اسلامي ګوند وو چې د دغسې شومو هڅو او توطيئو په واړاندې يې مبارزه وکړه او چا ته يې اجازه ورنکړه چې د دوى په چارو کې لاس وهنه وکړي.
بلاخره له ١٨ ورځنى مبارزې نه حسن مبآرک واک پوځ ته وسپاره او د دغه خبر له خپريدو سره سم د تحرير په ميدان کي چيرته چي د حکومت ضد احتجاجونو په مرکز بدل شوي، د خلکو په منځ کي د خوښي او خوشحالي چيغي پورته شوی
د مبارک د ګوښه کيدو خبر وروسته له هغي خپور شو چي د مصر وسلوال پوځ په هيواد کي د آزادو او عادلانه ټاکنو لپاره ژمنه وکړه او وويل چي 30 کلن زاړه اضطراري مقررات به لغوه شي
د مصر پوځ د نورو هيوادونو په څير نه وو بلکې د خپل رعيت په ګټه يې اقدامات کول او هغه څه چې ملت غوښتل په همغه لاره يې تګ کاوه، سره له دې چې ځينو پوځي چارواکو او خپله حسن مبآرک څو څو ځله پوځ ته امر وکړ چې پاڅون کوونکي وولي او ويې وژني، خو پوځ د حسن مبآرک له دغه نظر سره مخالفت وکړ او ورته ويې ويل ، چې دا زمونږ خلک دي دوى هم د يو مشروع حق لپاره مبآرزه کوي او زمونږ خپل خلک دي. چې دا د مصر د پوځ يو ډير هوښيارانه تګ وو.
کله چې په دغه هيواد کې حالات ښه شول او واک پوځ په لاس کې واخيست، نو له هغې وروسته په دغه هيواد کې پارلماني ټاکنې پيل شوې له لومړيو د ټاکنو خپلواک کميسيون وويل چې د دغه هيواد اسلامي اخوان المسليمين ګوند ٤٠ سلنه رايې ګټلې دي، تمه کيږي چې په وروستيو يا ولسمشريزو ټاکنو کې هم دغه اسلامي ګوند پراخې رايې ترلاسه کړي.
تيره ورځ مې له يوه تلويزون سره د يو عيسوي مصري کس مرکه اوريده ، په لومړي سر کې خبريال له دغه کس نه وپوښتل چې رايه د چاته ورکړه؟ هغه په ځواب کې ورته وويل چې( اخوان) ته هغه ورته وويل اخوان ته؟ هغه ورته وويل هو ، بيا يې ورنه وپوښتل ولي هغه ستاسو سره مخالف ګوند نه دى؟ هغه ورته وويل ماځکه رايه ورکړه چې زه مې خپل ناموس اوسر بيا په خطر کې نه وينم او کله چې هم د سړي، ناموس، او مال خوندې وي هغه که هر څوک وي بايد ملاتړ يې وشي.
له يو څه سوچ نه وروسته ماته هغه د نبوي دورې يادښتونه مخ ته راغلل چې په هغه وخت کې به مشرکانو چې کله خپل ځان په ويره کې ليده نو هغه سيمې ته به يې کډه کوله چې هلته به مسلمانان ميشته وو. او ډير د خوښى احساس مې وکړ چې دا دي که د خداى رضا وه مسلمانان يو ځل بيا يوې رڼې لارې ته تګ پيل کړى او ان شاالله په ټولو اسلامي هيوادونو کې به اسلامي نظام حاکم کيږي او د نړى مسلمانان به سره يو کيږي او له روان کړکيچن حالت څخه به ژغورل کيږي ، خو پدې شرط چې مسلمانان د اخوان المسليمين د دغه هوښيارانه او رڼې تګ لارې څخه الهام واخلي او د هغه په قدم باندې قدم کيږي.
همدې هيله