د م.م. خاص استازي ولايتي سفرونه له کندهاره پيل کړل

د لراوبر اداره | جنوري 26th, 2012


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي خاص استازي يان کوبيش نن کندهار ولايت ته سفر وکړى او دلته يې له ځايي ادارې سره وکتل.
ښاغلى کوبيش تېره اوونۍ په کابل کي د ملګرو ملتونو د سياسي نمايندګۍ د مشر د وظيفي اخستلو په موخه کابل ته راغلى او له مرکزه د باندي ولايتي سفرونه يې له کندهار څخه پيل کړل.
نوموړي د کندهار ولايت د غونډو په تالار کي له کندهار والي، د ٢٠٥ اتل قول اردو قومندان،  ولايتي شورا، سولي شورا، امنيه قومندان، د ملي امنيت رئيس، د ملي پوليسو د ٤٠٤ ميوند زون مرستيال، سکتوري رئيسانو او نورو کليدي چارواکو سره وکتل.
هغه د کندهار له دولتي او ملکي منسوبينو سره د ليدني پرمهال وويل ځکه يې ولايتي سفر له کندهاره پيل کړى چي دې ولايت د تاريخ په اوږدو کي د هيواد سرنوشت ټاکلى او همدامهال هم د افغانستان د امن او ثبات لپاره حياتي اهميت لري.
د کوبيش په خبره، په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د خاص استازي په توګه به هڅه وکړي چي نور نړيوال سازمانونه هم له افغانستان سره مرستي ته راوبولي او يوه پر خپلو پښو ولاړه افغاني اداره چي اساس يې ټاکل سوى نوره هم پياوړې کړي.
نوموړي زياته کړه ((ښايي په افغانستان کي دامهال مېشت ډېر هيوادونه به افغانستان پريږدي خو يوازينى څوک چي هميشه به له افغانستان سره پاته کيږي ملګري ملتونه دي چي تر وروستي حده به له افغانانو سره مرستي او همکارۍ کوي)).
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د ملل متحد ځانګړي استازي ته تر ښه راغلاست وروسته وويل چي د کندهارولايتي اداره دا مهال مطبوعاتي همکارۍ ته اړتيا لري چي وکولای سي تر خپل ولس له حقايقو خبر کړي، نوموړي د کندهار ولايت د ملي امنيت رياست د لا پياوړتيا په برخه کي هم له ښاغلي کوبيش د نوري پاملرني او همکارۍ غوښتنه وکړه.
د کندهار ولايت د عامي روغتيا رياست رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا د ملګرو ملتونو د خاص استازي سره د ليدني پرمهال له هغه غوښتنه وکړه چي په کندهار کي د خوراکي موادو او درملو د معاينې لپاره د يوه لابراتور د جوړولو په برخه کي ورسره مرسته وکړي ځکه دده په خبره چي د سهيلي اسيا د زيات شمېر هيوادونو درمل او خوراکي توکي د کندهار له لاري افغانستان ته وارديږي.
نوموړي همداراز په کندهار کي د هغو کثافاتو چي د ښار له بيلا بيلو نقطو څخه ټول سوي او کوم بل ټاکلي ځاى ته لېږدول سوي د له منځه وړلو لپاره د ځانګړي ماشين د نصب غوښتنه هم وکړه.
د کندهار ښاروال محمد عمر عمر په نني مجلس کي له ښاغلي کوبيش څخه وغوښتل چي خپلو اړوندو ادارو ته هدايت وکړي څو په کندهار کي اساسي او د اوږدمهال لپاره حس کېدونکي کارونه وکړي څو ګټه يې د تل لپاره ددې ښار اوسېدونکو ته پاته سي ځکه دده په خبره چي خپله کندهار ښاروالي د وړو پروژو د پلي کېدو توان لري.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازي  يان کوبيش د کندهار والي او سکتوري رئيسانو د  غوښتنو او پېشنهادونو تر اورېدلو وروسته ژمنه وکړه چي په سهيلي حوزه او مرکز کي به له خپلو اړوندو ادارو سره پر دغو پېشنهادونو بحث کوي او هڅه به وکړي چي تر وسه وسه ورته مثبت ځواب ووايي.

Copyright Larawbar 2007-2024