کور / تازه خبرونه / پاکستاني پوليس يوافغان د ٢٠کلدارو نه ورکولو له امله وواژه

پاکستاني پوليس يوافغان د ٢٠کلدارو نه ورکولو له امله وواژه

پيښور :پژواک خبر له مخې د پاکستان پوليسو يوافغان مهاجر موټر چلوونکى د ٢٠کلدارو د نه ورکولو له امله په ډزو وواژه. په پيښور کې د يوې ترانسپورټي ټولنې مسوول ايازخان پژواک ته وويل،چې د سپيشل فورس يوه سرتېري د ٢٠کلدارو د نه ورکولو له امله يو افغان مهاجر موټرچلوونکى تواب ګل تېره ورځ په ډزو سره وواژه. هغه زياته کړه،چې دا پېښه د پوليسو په يوه پوسته کې د (پشتخرې رينګ روډ)په سېمه کې رامنځته شوې ده. د ايازخان په وينا، افغان موټرچلوونکي د پيښور د نوتېې په سېمه کې ژوند کاوه. ايازخان وويل،چې پوليس سرتيري له چلوونکي څخه سل کلدارې د رشوت په توګه غوښتې وې او افغان موټرچلوونکي ورته ٨٠کلدارې ورکړې وې اود ٢٠ نورو کلدارو ورکړه يې نه قبلوله. يوه عيني شاهد سراج الدين پژواک ته وويل: ((د تواب ګل پر بدن ٥مرمۍ ولګېدې.)) هغه څرګنده کړه،چې تواب ګل روغتون ته د ليږد پروخت د لارې په اوږدو کې ساه ورکړه. پېښې په غبرګون، د ترانسپورټي ټولنو مسوولينو او د وژل شوي تن خپلوانو د غبرګون په توګه رينګ روډ د څه مودې لپاره تړلى و. د پيښور يوه امنيتي مسوول ډاکټر سعيد ددې پېښې د څيړنې پرمهال رسنيو ته وويل،چې اشتباه د تواب ګل وه،چې پوليس ته يې سخت ټکي کارولي و. هغه زياته کړه،چې ياد سرتيرى نيول شوى او ورڅخه پوښتنې روانې دي.