په افغانستان کي د شخصي زندان لرونکی مړ سو

د لراوبر اداره | جنوري 28th, 2012


د نیویارک ټیمز د ورځپاڼی د راپور پر اساس هغه چا چه په افغانستان کی د افغانانو د ځورولو او شکنجه کولو په خاطر په افغانستان کی شخصي زندان جوړ کړی وو ومړ.


جوناتن (جک) ایدیما هغه څوک وو چه په ۲۰۰۱ میلادی کال را په دیخوا یی په درواغو د امریکی د فوځ تر نامه لاندی په کابل کی شخصی زندان جوړ کړی وو. ده به افغانان د سرکونو او بازار څخه اختطافول او بلاخره په مختلفو ډولونو به یی شکنجه کول. دده د شکنجو د ډول څخه یو ډول دا هم وو چه د سړی بربنډول، بیا سرچپه ځوړندول او بیا پرې ګرمي سرې اوبه اړول وو.



ادیما به د خلکو د ږیرو په اوږدوالي او په لباس تر حملي لاندی نیول او په کابل او افغانستان کی به یی په دورانی ډول خلک په نښه کول.


ایدیما د افغانستان د یوی محکمی پواسطه تر شلو کلونو پوری په بند محکوم شوی وو، مګر په ۲۰۰۷ کال کی د ولسمشر کرزی لخوا د عمومی عفوی په لړ کی له بنده آزاد کړل شو.


ادیما په ایډز اخته او په مختلفو جرمونو مرتکب انسلن وو چه تیره هفته په مکسیکو کی د ور اخته شوی ایډز د مهلکه وایرس له وجی د ۵۵ کلونو په عمر ومړ.


د ادیما پخوانۍ ملګری پینی الیسا دعوه درلوده چي ادیما قصدآ هغه او نورو انجونو ته د ایچ آی وي (ایډز) وایرس انتقال کړی دی.


د شمالي ټلوالي پر غړي يونس قانوني هم د دغو پټو زندانونو د رسوا کېدو پر مهال تور ولګېدئ چي د اديما سره په ځينو معاملو کي لاس لري خو په دې اړه تراوسه د څېړونکو پايلي نه دي څرګندي سوي .




Copyright Larawbar 2007-2024