پکتيا : ۱۰۰۰ کسانو په کانکور ازموينه کي برخه واخيسته

د لراوبر اداره | جنوري 29th, 2012


دپکتيا پوهنتون کې دکانکورازموينې داخيستلولړۍ ديولړمراسموپه ترڅ کې پيل شوه چې نن ورځ له ۱۰۰۰ زرو تنو څخه ازموينه واخيستل شوه،


دپکتيا پوهنتون ريس عبدالرحيم فراهي وويل چې سږکال به د۲۰۲۵ تنو څخه ازموينه اخيستل کيږي،چې له شميره يې له ‍۱۰۰۰ زرو تنو نن اودپاتې به يې سبا ورځ واخيستل شي ،
نوموړي داهم وويل چې پدې کې نن ورځ ۷۵ تنو انجونو هم ازموينه ورکړه،چې ځينې به سبا ورځې ته ګډون کوي ،دازموينې دپيل مراسموکې دپکتيا مرستيال والي عبدالرحمن منګل،دولايتي شوراريس ښايسته جان احدي ،دپوهنې ريس انجنير محراب الدين شفق،دلوړوزده کړو وزارت استازو،وويل چې په دومره لوړتعدادازموينه ورکوونکي پدې دلالت کوي چې پکتيا دعلمي پرمختګ پرلور ګړندي ګامونه اخلي اودولس مينه ورځ تربلې دپوهې سره زياتيږي ،دوی وويل چې ددې ځوانانو پربنسټ اولوړوزده کړو ته دپيژندګلوۍ اوددوی دزده کړوپه بهير سره ټول هيواد ته ګټه رسيږي،


 


ديادولوده چې دکانکورازموينې دپوهنځي دټاکلو پاڼه کې سږکال درې پوهنځي زيات مالوميدل چې په اسانۍ سره ازموينه ورکوونکو ترې ګټه پورته کوله ،دغه پوهنځي دپکتيا پوهنتون ته ورزيات شوي دي چې د سيمه والولپاه ښه زيرۍ ګڼل کيده،
داهم بايد ياده شي چې پدغه کال کې دپکتيا پوهنتون لپاره ۱۰۰۰ تنه محصلين پيژندل کيږي چې له شميره يې ۲۵۰ دکرنې ۴۵۰ دښوونې اوروزنې ۱۰۰ دطب ۱۰۰ دانجنيري او۱۰۰ تنو دسياسي يا حقوقو پوهنځيو ته اړتيا ده ،چې پدغه شمير سره پکتيا پوهنتون يو نوی پړاو پيلوي ،خويوه بله يادونه هم اړينه مالوميږي هغه داچې دهيواد په کچه په ټولو ولايتونو کې کانکور دژمي په پيل کې اخيستل کيږي خو دواوروسيمه پکتيا کې دغه لړۍ دژمي په سختو مياشتو کې شروع کيږي چې پکتيا ځوانان له ګڼو ستونزو سره هم لاس اوګريوان وي ځکه چې پکتيا ولايت داوخت په سپين شال پټه وي ،چې له امله يې ډيرۍ ځوانان دکانکور دورکړې څخه محروم پاتې کيږي .

Copyright Larawbar 2007-2024