کور / تازه خبرونه / افغان دولت او طالبان په سعودي کي خبري سره کوي

افغان دولت او طالبان په سعودي کي خبري سره کوي

د افغانستان د حکومت لوړ پوړو مامورينو تائېد کړې چي له طالبانو سره به د سولي د دوهم پړاو خبري په سعودي عربستان کي ترسره کړي.
د سعودي د خبرو لړۍ په داسي حال کي خپرېږي چي د امريکا ځانګړي استازي مارک ګراسمن د طالبانو له استازو سره په قطر کي ليدلي دي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي د بي بي سي انګليسي خپروني ته ويلي چي دوى له طالبانو سره له خبرو ملاتړ کوي، خو له نورو جزياتو يې ډډه کړې ده.