مجددي: د لوړو زده کړو وزارت کندهار ته پوره حق نه دی ورکړئ

د لراوبر اداره | جنوري 30th, 2012


د کندهار ولايت د پوهني رياست رئيس وايي چي د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو زدکړو وزارت هغسي چي ښايي کندهار ته توجه نه ده کړې او پوره ونډه يې نه ده ورکړې.
پوهنيار نجيب الله مجددي چي نن سهار يې د کندهار ولايت د رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کي جوړي سوي غونډي ته خبري کولې زياته کړه چي ډېر وختونه کندهاري زدکوونکي په له بهرنيو تعليمي بوسونو پاته سوي او علت يې د لوړو زدکړو وزارت عدم توجه ده.
نوموړي ددې ترڅنګ وويل چي د ښوونکو لپاره يې د اوسېدني نومرو د وېش لړۍ پيل کړې چي تر دې دمه يې ٤٠٠ تنو ښوونکو ته نومرې ورکړي او ترڅنګ يې د سړکونو او پارتمانونو کار هم پيل کړى دى.
د هغه په خبره چي سږ کال يې ٣٥ زره تن نوي زدکوونکي ښوونځيو ته شامل سوي او په ليري پرتو ولسواليو کي د ښوونکو لپاره له ١٠ زره څخه نيولې تر ٢٥ زرو افغانيو پوري معاشونه ټاکلي دي.
د پوهني رئيس ننۍ غونډي ته وويل يچ د پوهني وزارت لخوا په کندهار کي د پوهني رياست د اداري مامورينو د ظرفيت لوړولو لپاره ورکشاپونه پيل سوي چي په لومړي پړاو کي يې د ښار د ښوونځيو د اداري مامورينو روزنه وسوه په اودوهم پړاو کي به يې د ولسواليو د ښوونځيو اداري مامورين وروزل سي.
 
کندهار ولايت دامهال ټول ټال ٤٥٠ ښوونځي لري چي له دې ډلي سل هغه يې د بېلا بيلو ستونزو له خاطره بند دي، د ولايت په فعالو ښوونځيو کي ١٩٠ زره تنه زدکوونکي زدکړي کوي چي پکښي ٥٠ زره يې نجوني دي.

Copyright Larawbar 2007-2024