کور / تازه خبرونه / کندوز: يوه مېرمن د درو لوڼو د زېږولو په خاطر ووژل سوه

کندوز: يوه مېرمن د درو لوڼو د زېږولو په خاطر ووژل سوه

د کندوز چارواکي وايي يوې خسرګنۍ خپله مږور په دې خاطر وژلې چي درې لوڼي يې پرله پسې زېږولي دي.
د امنيتي چارواکو په وينا دغه پېښه په خان آباد ولسوالي کي رامنځته سوې او د مقتولي خواښې يې نيولې، خو خاوند يې چي د قاتل ګومان پر کېږي تښتېدلى او لټون يې روان دئ.
په افغانستان کي هر وخت د ښځو په مقابل کي د سخت چلند پېښي راسربېره کېږي، دوې مياشتي دمخه په بغلان کي يوه مېرمن په داسي حال کي د پوليسو له خوا وژغورل سوه چي پنځه مياشتي پرله پسې شکنجه ورکول سوې وه.