کور / تازه خبرونه / په کورمه او اورکزو ايجنسۍ کې ٣٨ وسلوال ووژل شول

په کورمه او اورکزو ايجنسۍ کې ٣٨ وسلوال ووژل شول

اسلام اباد پژواک د خبر له مخې په کورمه او اورکزو ايجنسيو کې د پاکستانيو ځواکونو په ځمکنيو او هوايي عملياتو کې د يوه وتلي قوماندان په ګډون ٣٨ ځايي وسلوال طالبان وژل شوي دي.په سيمه کې امنيتي سرچينو، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د سلواغې په ١٢مه رسنيو ته وويل، چې پاکستاني جيټ الوتکو د اورکزو ايجنسۍ د سيف درې، درنګ کلي او شيخانو په سيمو کې بريدونه ترسره کړي دي.سرچينو زياته کړې، چې په دغو بريدونو کې د مولوي معين الدين په نوم د يوه مهم قوماندان په ګډون ٢٠ وسلوال وژل شوي دي.دولتي سرچينې وايي، چې په عملياتو کې د ملاطوفان او مولوي معين الدين درې مهم مرکزونه هم له منځه وړل د شهيد اورکزي په نوم يوه ځايي اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، چې دغه عمليات تېره شپه ناوخته پيل شوي او نن هم دوام لري.د هغه په وينا، تر اوسه دا نه ده معلومه شوې، چې وژل شوي ځايي وسلوال دي او که بهرنيان.بلخوا په کورمه ايجنسۍ کې هم د پاکستاني پوځ له خوا پراخ ځمکني عمليات دوام لري.د اقبال حسين په نوم يوه ځايي خبريال پژواک ته وويل، چې د تېرې شپې په عملياتو کې ١٨نور وسلوال مخالفين وژل شوي دي.د سرچينې د معلوماتو له مخې، په وژل شوو کسانو کې شپږ ازبک وسلوال هم شامل دي.پرون په کورمه ايجنسۍ کې وسلوالو طالبانو پر يوه پوسته بريد کړى و، چې په کې لس پاکستاني سرتېري و وژل شول او ٣٠ نور ټپيان وو.