د پنجوايي پوليسو ۳۳ ټنه اومه چرس ونيول

د لراوبر اداره | فبروري 1st, 2012


د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ اړوند د امنيه قومندانۍ پوليسو تېره ورځ ددې ولسوالۍ د زنګ آباد په کلي کي د کره معلوماتو پر بنسټ عمليات وکړل چي په نتيجه کي ٣٣ ټنه خام چرس د پوليسو لاسته ورغلل.
نيول سوو چرسو ته پر هماغه ځاى د څارنوالانو او د نشه يي توکو پر خلاف د مبارزې مديريت د مدير په وړاندي اور ورته سو او وسوځول سول.

Copyright Larawbar 2007-2024