طالبانو په سعودي کي د افغان دولت سره د خبرو اوازه رد کړه
طالبانو په سعودي عربستان کي د افغان دولت د استازو سره د سولي په اړه خبري رد کړيدي ، ذبيح الله مجاهد په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي په دې اړه وايي (( پدې کې شک نشته چې سعودي عربستان د حرمینو او د اسلام د نورو مقدسو مقاماتو مرکز دی او موږ د قدر په سترګه ورته ګوروو خو په مطبوعاتو کې دغه خپور شوی رپوټ هیڅ حقیقت نلري چې وایي د د طالبانو پلاوئ به په نږدې راتلونکي کې، د کابل ادارې نماینده سره په سعودي عربستان کې وګوري.
نوموړی وايي چې طالبان د نړیوالې ټولنې سره د افهام او تفهیم په بهیر کې دي او د مقابل لوري ( امریکا او متحدینو) سره یې د مذاکراتو مرحلې ته لا نه دي رسیدلي بلکې د مذاکراتو نه مخکې، باید د اعتماد سازۍ مرحله بشپړه شي چې هغه لا تراوسه پیل شوی نه ده.
تر دې مخکي افغان چارواکو خبر ورکړی و چي په نژدې راتلونکي کي په سعودي عربستان کي د طالبانو د نماينده ګانو سره د سولي په اړه خبري اتري کوي .