کور / تازه خبرونه / په لکي مروت کې طالبانودرې پولیس سرتېري وژلي

په لکي مروت کې طالبانودرې پولیس سرتېري وژلي

لکي مروت:په لکي مروت کې د وسله والو په بريد کې درې پوليس وژل شوي او يو زخمی شوی دى
د چارواکو په وينا پيښه تېر ماښام د شهباز خيلو په سيمه کې د پوليسو د ګزمې پر وخت رامنځ ته شوه. د لکي مروت پوليس هيډکوارټر ډي، ایس، پي سيد نواز د پيښي پخلی کړی او وايي چي د پلټني عمليات يې پيل کړي دي.
دپاکستان طالبانوتحريک د دې بريد ‌ذمه واري منلې ده د يو بل خبر تر مخه چارواکي وايي د ټانک ضلعې سره نيزدې له عمر خان کلي څخه نامعلومه وسله والو د نعمت خيل امن کميټۍ پنځه کسان تښتولي دي. د دې پيښې پړه لا تر اوسه چا په غاړه نه ده اخيستي.