کور / تازه خبرونه / د روغتيا او پوهني په برخه كي د سرپل او جوزجان پرمختګ

د روغتيا او پوهني په برخه كي د سرپل او جوزجان پرمختګ

د سرپل او جوزجان په ولايتونو كي د پوهني او روغتيا په برخه كي پرمختګونه شوي دي د سرپل ولايت والي وويل چي پدي ولايت كي د يو كلنيك د بڼسټ ډبره كيښودل شوه چي د بيات خيريه موسسه يي جوړوي


د سرپل ولايت والي سيد اقبال منيب وويل )) د بيات خيريه موسسه  د سرپل ولايت په مركز كي د چارباغ په كلي كي يو كلينيك جوړوي چي د تهداب ډبره مو كيښودله دي سيمي له مخكي نه هم كلنيك درلود خو كلنيك يي وداني نه لرله همداراز دا كلنيك د چارباغ شاوخوا لس نور كلي د روغتيايي پوښښ لاندي راو ستي شي د سرپل والي همداراز وويل چي دا وداني د خلكو د وړانديز په اساس د بيات خيريه موسسي لخوا منظور شوي ده خو مالي لګښت او ملحقات يي معلوم ندي چي څومره به وي


د جوزجان په ولايت كي هم يو ښونځي چي مخكي د ملي پيوستون پروګرام لخوا جوړ شوي وو ګټي اخيستني ته وسپارل شو د جوزجان ولايت د معارف مدير عبد الرووف آرين وويل چي دا وداني چي پرانيستل شوه د ينګي حريق ولسوالي د نجونو د يو ښونځي وه چي اته درسي خوني يي درلودي او اداره او نور ملحقات چي ضروري وو هغه هم ورسره وو دا ښونځي د ملي پيويستو دپروګرام لخوا د خلكو  د انكشافي بوديجي دري مليوه او دري درش زره افغانيو جوړ شوي پدي ښونځي كي څه باندي ۵۰۰ تنه نجوني درس وايي


سږ كال د جوزېجان په ولايت كي ۳۳ ښونځي د ارتقاي كيفيت د پروګرام لخوا جوړيږي او يونسف هم دوه ښونځي جوړوي همداراز د دولت انكشافي بوديجي لخوا هم د شلو ښونځيو د جوړولو كار په پام كي نيول شوي او ملي پيوستون پروګرام هم په پام كي لري چي لس ښونځي جوړ كړي


د جوزجان په ولايت كي ۲۰۵ ښونځي شته چي ځيني يي لاتراوسه وداني نه لري .