په دوبی کې د عبدالله مقري ستر کانسرټ
د لومړي ځل لپاره یو افغان سندرغاړی په داسي سټیج کې سندري وایي چې لاندي یې د نړۍ د هر هیواد وګړي ولاړ دي او ننداره یې کوي . له پنځو زرو نه زیات افغانان او له دیرشو نه د زیاتو ملکونو کسانو ته دا کنسرټ د ۲۰۱۲ د جنوري پر ۲۷مه نېټه د دوبی په نړیوال کلي یا ګلوبل ویلیج کې د افغانستان د کلي له لوري جوړ شو .
د نړیوال کلي د فیسټوال په شپاړس کلن تاریخ کې عبدالله مقری لومړی افغان سندرغاړی دی چې د نوموړي فیسټوال په عمومي سټیج باندي پښتو سندري وایي ، او لاندي یې زرګونه خلک ننداره کوي .
ددې کانسرټ چې له پنځو زرو نه زیات افغان مسافر راټول شوي وو له اټکل نه زیاته بدرګه وشوه ، د کانسرټ له پیل سره مینه والو د مقري په خوږ غږ کې د ملي سندرو په ویلو خپله مینه په اتڼونو ، چرچکو ، نارو او شپيلکیو بدرګه کوله . کانسرټ ته د دوبی سربیره له ابوظبی ، العین ، عجمان ، شارجې او ام القیون څخه مسافر افغانان را ټول شوي وو ، د عامو خلکو تر څنګ یو شمیر دولتي لوړ پوړي چارواکي هم راغلي وو .
په دوبی کې (مقری او یادونه ) کانسرټ لومړنی کارنسرټ وو چې خلکو بې له ټکټ څخه کولی شو ګډون وکړي .
د دوبی کلنی فیسټوال چې د ګلوبل ویلیج (نړیوال کلی ) په نوم مشهوره دی هر کال د ژمي په موسم کې د څلورو میاشتو لپاره لګیږي ،په دې فیسټوال کې د هر ملک لپاره ځانګړی ځای ټاکل شوی او په دې ځای کې یو وړوکی بازارګوټی موجود وي چې د هغه ملک دودیز شیان په کې خرڅیږي . په عمومي ټیج باندي هر ملک خپل کلتوري دودیزي نڅاوي او نور ډول ډول حرکتونه کوي . دې فیسټوال ته د عرب اماراتو سر بیره له نورور عربي او غربي ملکونو څخه هم خلک د سیل لپاره راځي .
د یادوني وړ ده چې سږ کال د افغانستان کلی د نورو کلونو په پرتله ډیر فعال او ځلاند دی .