کابل: سړې هوا د کورني کډوالو ۱۶ماشومان وژلي دي
سړې هوا په کابل کي د نورو ولايتونو څخه راغليو کډوالو ۱۶ هغه ماشومان چي د پنځو کلونو څخه لږ عمر لرونکي وه وژلي دي ، دغه کډوال چي د کابل په باګراميو او کابل په مرکز کي په خېمو کي ژوند کوي د ډيري سړې هوا له امله د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي .
د عامي روغتيا وزارت دسړې هوا له امله ددغو شپاړسو کډوالو ماشومانو مړينه تاييد کړې ده او وايي چي يو ګرځنده روغتيايي ټيم يې جوړ کړی دی چي په خېمو کي د اوسيدونکو کډوالو سره بېړنۍ روغتيايي مرستي وکړي .
دغه کډوال چي د کندهار ، هلمند ، روزګان او ځينو نورو ولايتونو څخه د جنګ جګړو له امله کابل ته مهاجر سوي دي وايي چي ماشومان يې د ناروغۍ له امله نه ، بلکي د سړې هوا له امله مړه سوي دي او وايي که بېړنۍ مرستي ورسره ونه سي د سړې هوا له امله د مړو شمېره زياتېدای سي .