کندهار:پوليسو زيات شمېر وسلې او مهمات نيولي دي

د لراوبر اداره | فبروري 8th, 2012


د کندهار ولايت د ژړۍ ولسوالۍ د سنګسار په سيمه کي ميشتو د ملي اردو سرتيرو او سيمه ييزو پوليسو په ګډه د تيري اوونۍ په اوږدو کي لسګونه ميله سپکي او درنې وسلې نيولي دي.
په دې عملياتو کي د خلکو په مرسته هم ګڼ شمېر ماينونه او وسلې او ورسره مل ٨١ کيلو ګرامه ترياک هم نيول سوي دي.
د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو اړوندد دريمي لواء د لومړي کنډک سرتېرو د تيري اوونۍ په اوږدو کي د عملياتو پرمهال ٥ ميله کلاشنکوف، ٤ پايې مخابرې، ١٨ کړۍ ماينونه، ١ ميل ميګاروف توپنچه، ٨١ کيلو ګرامه تارياک، ١٠ د کلاشنکوف شاژورونه، ١ ميل ١١ ټکه توپک او يوه اندازه چاودېدونکي توکي تر لاسه کړي دي.
د ملي پوځ سرتيرو دتيري اوونۍ د عملياتو په نتيجه کي دوه تنه وسلوال مخالفين هم چي په سيمه کي يې د افغان ملي امنيتي ځواکونو او دولتي مامورينو پر ضد وسلوالي کړني کولې نيولي دي.
 
ددې ترڅنګ په ياده سيمه کي د تيري اوونۍ پرمهال سيمه ييزو پوليسو هم په بېلا بيلو عملياتو کي يو ميل دهشکه، يو ميل پيکا، شل فيره د راکټ مرمۍ، ١٤ فيره د ٨٢ ملي متري توپ مرمۍ او څه اندازه خام چرس ترلاسه کړي دي.
 
د ژړۍ ولسوالۍ د سنګسار په سيمه کي تېره اوونۍ د ملکي خلکو په خاصه مرستي او ځانګړې همکاري، ٤٩ فيره د راکټ مرمۍ، ٦ فيره د ٨٢ ملي متري توپ مرمۍ او ٥ کړۍ ماينونه د ملي امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024