د برهان الدين رباني د د وژلو په تور ۲ کسان نيول سويدي
په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت یو لوړپوړي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډيو ته د دوو داسې کسانو د نیولو خبر ورکړی، چې د افغانستان د سولې د عالي شورا د مشر برهان الدین رباني په وژلو کې پر لاس لرلو تورن دي.
دغه افغان ډیپلوماټ ویلي، دا دوه کسان د هغو پنځو کسانو په لیست کې شامل دي، چې افغان چارواکو د پاکستان حکومت ته سپارلی دی. دا کسان د کوټې په ښار کې نیول شوې دي.
د افغانستان د سفارت دې چارواکي ویلي، چې د دې پنځو کسانو لیست افغان حکومت د حمیدالله په نوم د یو تورن د اعتراف په نتیجه کې چمتو کړی، چې دا مهال د افغان امنیتي ځواکونو په بند کې دی.