پكتيا : امنيتي چارواكو ژورنالستان له غونډې ويستل
په پكتيا ولايت كې د رسنيو استازې او په سيمه كې خبريالان دد ې ولايت د امنيتي چارواكو لخوا له هغې غونډې چې دپوليسو په پنځه سوه پنځم سپين غر زون قومندانۍ كې جوړه شوي وه ويستل شول چې د واك د ليږد د كميسون مشر ډاكټر اشرف غني احمدزي سربيره پكي نورو چارواكو هم ګډون كړي وو .
ژورناليستان وايي، دوئ ته د امنيتي چارواكو له خوا بلنه وركړل شوې وه چې په غونډه كې ګډون وكړي خو په غونډه كې د ژورنالستانو له نيم ساعته ګډون وروسته په ترخه لهجه ورته د غونډې د پريښودو وويل شول .
دوي د چارواكو دا يو توهين ډوله عمل يادوي او وايي، په پكتيا كې به د رسنيو استازې تر هغه د امنيتي چارواكو په غونډو او اړوند نورو مسايلو راپورونه نه وركوي، تر څو يې د غونډې نه د وتو لامل نه وي په ګوته شوى او د دا ډول چلند په اړه قناعت نه وي وركړل شوى.
د پكتيا پريس كلب مشر احسان الله مهجور د چارواكو دا ډول كړنه غندي او وايي، دوئ به په داسې دولتي غونډو كې په هيڅ ډول ګډون ونه كړي چې د دوئ توهين پكې كېږي.
كه څه هم د چارواكو لخوا وړاندې د واك دليږد د كميسون د مشر دراتګ موخه په دې ولايت كې د امنيتي ځواكونو د وړتياو او ستونزو اوريدل وو چې داسي د راز څه نه پكي ښكاري خو بيا هم ژورنالستان له غونډې وويستل شول .
د پنځه سوه پنځم سپين غر زون چارواكو له غونډې وروسته خبريالانو ته وويل چې دا كار دوي د ډاكټر اشرف غني احمدزي سره د راغليو كسانو په هدايت كړي .
د پكتيا ژورناليستان له يوې غونډې څخه په ايستل كېدو په داسې حال كې خوابدي دي چې په دې ولايت كې ژورناليستانو له دې وړاندې هم د چارواكو او امنيتي كسانو له ناوړه چلند څخه شكايتونه كړي دي.