کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دپښتو ګړدود (لهجه)یا(Dialect) په معیار کي

دپښتو ګړدود (لهجه)یا(Dialect) په معیار کي

دپښتو ګړدود (لهجه)یا(Dialect) په معیار کي


په اصولو کي د معیاري ژبي یوتوری چي لیکل کېږي هغه توری ټوله دهغه ژبي لیکوالان،ژورنالیستان، ادیبان او ژبپوهان یې هغسي په هغه ډول په خپلولیکنو کي کاره وي،چي دژبي معیار یې غواړي . نودغه توری پخپل پښویه کي معیاري دی . داځکه چي ټوله لیکوالان یې یوډول لیکي او دیوې اصطحلا مانا ځني اخلي . که یو چا دغه توری بل ډول ولیکه نو د اصولو له مخ یې لیکدود ناسم دی . ده پخپل دغه کار کي دژبي دليکوالانو څخه ماورا کار کړی؛ د چوکاټ څخه د معیار وتلی دی . که په معیار کي داسي قبوله سوې وه،چي یو توری دي دوه ډوله ولیکل سي؛نو دغه دواړه توري معیاري دي یاني په چوکاټ کي دمعیاردي . که یې له دغه قرارداد څخه بل ډول لیکي ناسمه به وي . معیاري کول دژبي د لیکني دژبپوهانو له خوا یو موافقه یي کار دی او دلیکني یومنظم چوکاټ دی . اما معیار هغه نه دی،چي هر ژبپوه له ځانه دژبي لیکدود ولري او یومعینه چوکاټ ولري . په دې صورت سره نو سړی نه پوهیږي چي کوم چوکاټ واخلي . دغه حالت ته د ژبی دلیکني انارشي وایي . چي دغه حالت دژبي پر لیکوالانوناوړه اغېزه لري او له بلي خوا دژبي لیک خپله هغه اسانه افهام اوتفهیم له لاسه ورکوي او لوستونکي دخپل ژبي د پوهېدو سره لاس او ګرېوان ګېږي . لهجه یي ژبه خوږه،لنډه،اسانه اوخُولهَ ښه ورته جوړه وي . خو
په هیڅ ګون نه معیاري کېږي . داولي؟ داځکه چي لهجې ډېري دي نن داسي لیکلې سبا هغسي لیکلې؛نو لهجې په کلیواوبانډو کي یاني په خپلوکي نورم او سنتدردوي ؛خو په عامه توګه نه معیاري کېږي .
هغه معیاري توري چي په لهجه کي بدلون لري .
لکه : ( ز ) چي د مفردمتکلم شخصي ضمیر سره راسي ملکي ضمیر جوړه وي . د(ما) سره چي راسي ( زما ) جوړه وي . ځیني لهجي د(ز) توری په (د) بدله وي دغه دمفرد متکلم ملکي ضمیر ته (دما) وایي . خوپه ډېرو لیکنو کي دغه ضمیر (زما) لیکل کېږي نو له دې څخه ښکاري،چي دغه ملکي ضمیر (زما) معیاري دی .او (دما) لهجه یي دی . که داوسني مډرن لیکدود له نظره وګورو نو (دما) لیکنه سمه نه ده . د (ژ) توری چي په لهجه کي یې بدلون موندلی یاني د( ز ) یا د (ج) ږغ کار ځني اخلي . لکه (ژبه) چي معیاري لیکنه ده په لهجه کي ورته (زبه) یا (جبه ) وایي . نوکه څوک په لیک کي (زبه) یا (جبه) ولیکي نو دلیکدود له مخي به سمه نه وي ؛ ولي چي په ډېرو لیکنو کښې (ژبه) لیکل کېږي؛ نو د (ژبي ) لیکل معیاري دی . د(ژمي ) لیکل معیاري دی؛ خود (زمي او جمي ) لیکنه معیاري نه ده .
بل د (س) توری دی،چي په ضمیر ملکي مفردمخاطب کي په لهجه کي په (د) بدلون مومي ؛خوپه لیکنه کي (س) معیاري دی نه (د) . لکه : (ستا) ضمیر ملکي د مفرد مخاطب دی، دغه لیکنه معیاري ده ؛ خو (دتا) لیکنه معیاري نه ده ؛ په لیکنه کي معیاري توري باید مراعات سي . ځیني لهجي بیا په خبرو کي توري نه آدا کوي یاني ایسته کوي یې؛ خو په لهجه کي داکار ښه خوند کوي ځکه خبره سپکه اوخوږه آداکېږي خو په لیکنه کې بیا بل ترتیب دی،چي هغه معیار دی باید مراعات سي . لکه : (ياره) مانا دوست ملګری چي لیکنه یې معیاري ده؛مګر په لهجه کي ورته (یره) وایي؛ نو په کار نه ده،چي په لیکنه کي هم (یره) ولیکل سي؛ هلته باید (یاره) ولیکل سي . بیا په ځینو لهجو کي د (الپ) پر ځای (و) راولي،چي داکار هم معیاري نه دی . لکه د (او) چي قید (Adverb) دی پر ځایه (وُو) راولي . دساري په توګه : ( زه وو احمد کورته ولاړو.) معیاري لیکنه یې داسي ده! (زه او احمد کورته ولاړو.) یا داسي په لهجه کي وایي! ( ته وو دا څه سره کېږۍ؟) خو معیاري خبره یې داسي باید ولیکل سي! (ته اوداڅه سره کېږۍ؟) دغسي لهجه یي بېلګي ډېري دي خو دغه یو څو بېلګي دلته دنومونې په توګه وښوول سوې . زموږ ټوله خبري، دود، رواج او کلتور پر لهجو ولاړ دی . معیاري لیکنه یو جوړجاړی، موافقه اوقرارداد دډېرو لهجو (Dialekt) او دیالکتو تر منځ دی چي یوه ګړه په ډېرو لهجو کي ډول ډول ویل کېږي او باید یوډول ولیکل سي او معیاري سي . دغه موافقه دژبپوهانواولهجه پوهانو تر منځ یوچوګاټ دی،چي معیار ورته وايي . داکار دیوه کام اوملت دژبي اوخلکو وحدت اویوموټی توب ښیي .
دژبي معیارې توب دیوې ټولني دوګړوپوهه، وحدت او ملي یوالی دی .
اوس ځیني پښویي (Grammer)ګرامري بې معیاري ګورو :په ‌ډېرو لیکنو کي د (وو) پر ځای چي یو فعل «کړنه» (Verb) دی،چي د (ول) دمصدر (Infinitiv) څخه راځي (و) ليکل کېږي . چي دا معیاري ګرامري لیکنه نه ده؛باید (وو) ولیکل سي . دغه فعل د (ول) دلازمي قوي مصدر څخه دماضي مطلق په زمانه کي دجمع دمتکلم فعل دی یاني (موږ وو . ) او هم دغایب مذکر د مطلقي زمانې فعل «کړنه » ده یاني ( دی وو.) دساري په توګه : که سړی ووایي : (دغه کار کله دغسي وو؟) معیاري لیکنه ده او که یې ولیکي،چي : (دغه کار کله دغسي و؟) سمه لیکنه نه ده .
ډېرځلي بیا د (دي ) پر ځای (ده) په کار وړي . چي (دي) او (ده) دواړه فعلونه دي،چي د(ول) دلازمي مصدر د حال دزمانې دګردان څخه راځي . لکه په فعل حال کي دمؤنث مفردغایب ضمیر کړنه یاني (دا په کور کي ده .) او دفعل حال دزمانې دجمع غایب ضمیر کړنه داسي ده: (دوی په کور کي دي .) دغه دوه فعلونه نه باید سره واوړي .
دغه تېر وتني که چیري خدامکړي عَمدي وي خو ګناه ده او که په هېر سره وي جبران لري . ژبه دیوه ملت جوهر او کلتور ده، ولي چي یوملت د ژبي له خوا پژندل کېږي اولیک لوست یې پکښي هنر دی . داهنر ښه تکړه با اتفاقه هنرمندان غواړي.


لیکونکی محمدسرور وکیلي


اخځونه ۱:- (dieGrammatik Duden


۲:- دپښتوژبښود(دپښتوګرامر) لیکونکی محمدسرور وکیلي ۶۴ مخ


۳:- پښتوگرامر جزء اول مؤلف پوهاندصدیق الله«رښتین» ۲۱۸ مخ