کور / هراړخیز / د لوبي ګټل او بايلل مهم نه دي!

د لوبي ګټل او بايلل مهم نه دي!

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکيټ يوه ورځنۍ نړۍ والي لوبي ته ايله څو ساعته پاته دي، چي د کرکيټ د ميليونونو مينه والو سترګي ورته څلور دي.


دا د افغانستان اول وار دئ، چي د لومړۍ درجې کرکيټ نړۍ واله لوبه کوي، خو پاکستان تر دې دمخه ٧٦٠ واره د دغسي لوبو دپاره ميدان ته راوتلى دئ، ٤١١ يې ګټلي، ٣٢٧ يې بايللي، شپږ يې مساوي کړي او ١٦ لوبي يې بې نتيجې پاى ته رسولي دي.


پاکستان په ١٩٩٢ د عمران خان په مشرۍ د يوه ورځني کرکيټ اتلولي خپله کړې او په ٢٠٠٩ کال يې د شل اووريزو لوبو قهرماني د يونس خان په مشرۍ ترلاسه کړې ده.


په دې کي شک نسته چي پاکستانۍ لوبډله د نړۍ يوه له زورورو هغو څخه ده، د ٢٠١١ کال تر نړۍ والو مسابقو وروسته پاکستانى ټيم د مصباح الحق په مشرۍ په تر ټولو قوي موقف کي دئ.


انګلستان چي د ټيسټ يا پنځه ورځنيو لوبو قهرمان دئ، پاکستان درې پرله پسې لوبي ځني وګټلې او د لوبغاړو مورال يې خورا قوي دئ، خو افغان لوبډلي ته اول وار دئ چي د لومړۍ درجې رسمي لوبه ترسره کوي.


افغانستان د ٢٠١١ کال نړۍ والو اتلوليو ته په وروستۍ ځينه کي له ګډون څخه پاته سو، خو تر ٢٠١٣ کال پوري يې د نړۍ والو يو ورځنيو لوبو د ترسره کولو امتياز ترلاسه کړ.


د کرکيټ ټول مينه وال خبر دي، چي افغانستان د کرکيټ په ډګر کي بېخي ځوان دئ او اوسنى شهرت او مقام يې په خورا لږ وخت کي ترلاسه کړى دئ، په داسي حال کي چي نورو هيوادونو دغه پړاو په شلو او ديرشو کلونو کي وهلى افغانستان دغه واټن د يوه لاس د ګوتو په شمار کلونو کي وهلى دئ.


افغانستان په ٢٠١٠ کال په شل اووريزو نړۍ والو مسابقو کي ګډون وکئ، چي د هندوستان او جنوبي افريقا له تکړه لوبډلو سره په لومړي ځل مخامخ سو، هغه لوبي يې سره له دې چي وبايللې، خو افغان ځوانان د خپلي بې تجربه ګۍ سره سره د ښو لوبو د ترسره کولو په خاطر ډېر وستايل سول .


افغانستان په شل اووريزو مسابقو کي د نړۍ د لسو ښو لوبډلو په ليست کي نهم نمبر دئ، انګلستان اول، پاکستان پنځم او هند اووم نمبر دئ، بنګلدېش او زيمبابوې چي له کلونو راهيسي د نړۍ والو يو ورځنيو لوبو حق لري، تر افغانستان شاته دي.


د نن ورځي لوبه چي افغانستان يې کوربه دئ، د متحده اماراتو په شارجه ښار کي ترسره کېږي، د دې لوبي په باب دوو ورځو راهيسي ډېري تبصرې کېږي.


د افغانستان د لوبډلي کپتان نوروز منګل وايي ((د ښې لوبي د ترسره کولو په خاطر به خپل ټول وس وکاروو)).
د پاکستاني ټيم کپتان مصباح الحق وايي: ((افغان لوبډله د اولي درجې له ټيمونو سره د لوبي وړتيا لري او بايد نور هيوادونه هم لوبي ورسره وکړي)).


د هندوستان ايکسپريس ورځپاڼي ليکلي: ((د افغانستان او پاکستان ترمنځ لوبه د دواړو ګاونډيو هيوادونو دپاره، چي په سياسي او اقتصادي چارو کي تودې او سړې خاطرې سره لري، يوه تاريخي ورځ ده)).


د افغان لوبډلي آل راونډر محمدنبي وايي: ((د پاکستان له ملي لوبډلي سره د لوبي ارمان د ټولو افغانانو هغه خوب وو، چي نن په حقيقت بدلېږي)).


د افغانستان تېز بالر حميد حسن وايي: ((د دې لوبي رارسېدو ته ټول افغانان شېبې حسابي)).


نوموړى په انګلستان کي د يوې مسابقې پر مهال زخمي سوى دئ، چي د نن ورځي په لوبه کي ګډون نسي کولاى. حميد حسن زياتوي: ((د لوبي ګټل او بايلل مهم نه، بلکي د ښې لوبي ترسره کول مهم دي)).


رښتيا هم که يوازي ګټل د ښو لوبو معيار واى، نو بايد انګلستان د کرکيټ له لوبو و ايستل سي، ځکه له پاکستان څخه يې درې پرله پسې سختي ماتي وخوړې، همدا راز هندوستان چي د نړۍ والو يو ورځنيو مسابقو قهرمان دئ، په څلورو پنځه ورځنيو، يوه يو ورځنۍ او يوه شل اووريزه لوبو کي له اسټراليا څخه بده ماته خوړلې، د دوى ترمنځ لا اوس هم لوبي رواني دي، معلومه نه ده چي څو نوري به لا وبايلي.


په فيسبوک کي افغان ځوانان د لوبډلي د برياليتوب دپاره دوعاوي کوي، چي زه هم آمين – آمين ورسره وايم، خو بايد په ياد ولرو، چي د لوبي په ميدان کي هرو مرو يوطرف ګټونکى او بل بايلونکى دئ، هر څوک چي ښه لوبه وکړي، پر بايللو سربېره يې هنر ستايل کېږي.