دخوست ولايت مقام کې د بمي چاودنې مخه ونيول شوه
دخوست ولايت مقام ددمجلس دمديريت مامور سميع الله چې پلان يې درلود دخوست ولايت مقام ته دچاودنې په موخه يوماين دننه کړي ،دبيدارو کشفي ارګانونولخوا ونيول شو .
دسميع الله په نوم نيول شوي کس په دې وروستيوکې دولايت مقام کې دمجلس دمامورپه توګه نوې دنده ترلاسه کړې وه ،نيول شوي کس دڅيړنوپه پايله کې په اعترافاتوکې ويلي دي، چې ،دځينوداسې کړيو په همکارۍ يې چې په خوست ولايت کې دپرمختګ اومثبت بدلون زغم نه لري پلان درلود،چې دخوست والي په دفترکې په بمي چاودنه لاس پورې کړي .ترڅو دخوست ولايت مشرتابه له منځ څخه يوسي.
نيول شي کس داسې اعترافات هم کړي چې په نورو ځايونوکې يې هم په ماين اېښودونو ،بمي چاودنو او نورو ورته کړنوکې لاس درلود.