کور / شعر / غزل

غزل

مطربه په رباب د عشق نغمې وغږوه
مضراب كړه ګنګړو هسكې پردې وغږوه
بېلتون ستومان ستومان كړم د وصال غزل راګوره
پوره پكې قيصه راته نېژدې وغږوه
د مينې ترانې كه د وصال په راز كې نغاړي
په تال كې راته شعر د بادې وغږوه
ساقي د سركو شنډو د شرابو طلبګار يم
بس ماته مقامونه د پيالې وغږوه
د هجر دروازه په سرو منګلو كړه  رابنده
د شنډو د شرابو څه نشې وغږوه
دزړه كوڅه مې وسپړه په اوښكو تسل نشوم
سلګۍ پكې څه لنډې څه اوږدې و غږوه
فرهاد كه شېرينې په ستايلو خوشحالېږي
مجنون ته پكې نقل د ليلې وغږوه
د يار لبو مست كړى بې پروا و هي ډغرې
بېباكه لېوني ته ځولنې و غږوه
په لبو، زلفو، سترګو، اننګو نه ډاډه كېږي
افغان ته د كابل زړې مېلې و غږوه
د خپل وطن د غره وي كه د شاړو يا ګلونو
همت له خو يادونه د كوڅې وغږوه


حيات آباد پېښور






اوسنی نن


چې رندان پكښې مستېږي     خدايه هغه بنډار نشته
چې له شنډوڅوك غږيږي     خدايه هغه ګفتار نشته
سرايي تشه پرته ده        جام مې مات شو زه په څه څښم
باده تشه ميخورنشته             ځكه هغه خمار نشته
لولكی په رويا ژاړي            بورا ډار كړې له ازغونه
بلبل ورك شو زاغ باغوان دی     ګلاب نشته ګلزار نشته
يارانه لباسي شوې         د مجنون مينه بوډۍ شوه
دليلا د تورو څڼو         هغه ګرم بازار نشته
د صوفي تسبيح ورستې شوې      دملا فتوی ضعيفه
چې منصور په تخته خاندي       هغه عشق هغه دار نشته
د حلقې مريده واوره         اوس ستا پيرشراب ترخه خوري
زما هم مات شوی خم دئ        په بوتل مې قرار نشته
آزاري مطربه ورك شه        په محفل كې مستي نشته
كه مرموزه نغمه نشته           بلخوا سور د ستار نشته
د چاربيتې مزه نوي              او غزل مرور ښكاري
د رحمن،حميد،خوشحال چې    پكښې ښكلي اشعار نشته
كه لټون دی كه پاڅون دی         عاشقی كه عبادت دی
ياره هر څه مطلبي دي         مين نشته دلدار نشته
د شيرشاه غيشی مات شوی     توره زنګ د احمد شاه ده
سومنات چې پرې ماتيږي        هغه جوش او ګذار نشته
زرمحروم خلكو همت كړی           له محفل د خوبرويانو
كه دا غونه د بڼو ئي           په زړګي كې قطار نشته


فيز۳ حيات اباد پيښور پاكستان





تاله وايم!


شرابي ښه پېژنې خو شراب نه پېژنې
ځانته په سترګو ړوند يې نوبل په څه پېژنې
خيالي ډېوې بلوې د لمر رڼا نه وينې
د ځان په تول كې ورك يې ځكه مانه پېژنې
تارند ليدلى ندئ زاړه شراب څه كوې
جنت د خپلې خوښې هر څه د زړه پېژنې
خيال كې غلمان ښكلوې شنډې د حورو څټې
چې تا څكلې ندي رنګ رنګ خواړه پېژنې
د وصل تږ ي وږ ي هجران كې غرق نه وينې
مينه په ګېډه كوې وږ ي، ماړه پېژنې
ګرمي كې يخ لټوې يا ملايمه هوا
د وړې، رڼا او تيارې هم به ساړه پېژنې
دې ته هوا وايې ته د ژوند پړاو يې بولې
پراته رازونه پكې خو ته يې نه پېژنې
ښه ګلرنګينه پېغله د ځان محبوبه ګڼې
نرمه سينه يا زلفې شنډې باڼه پېژنې
دا بې نشې اننګي دا بې شرابو لبان
يا بې خماره ليلا لور د خپل تره پېژنې
راشه په غرونو سر شه د لېونو په څېر شه
چې ته يې نه پېژنې هغه به وپېژنې
ماتې پېالې دې يوسه د پتري ګر تر كوره
كه غواړې ځان پېژنې سيخ او كاږ ه پېژنې
بيا ميكدې ته لاړ شه ساقي ته ډېر وژاړه
اصلي  شراب ترې غواړه اوس خو ترخه پېژنې
د شېخ پروا مكوه له ملا پټ ګرځېږه
ځان په نشه كې ورك كړه بيا نګار ښه پېژنې
همته تاله وايم يو ځل ريښتيا ووايه
ساقي دشنډو په سر يايې له زړه پېژنې



پېتاوك، جغتو، ورد ګ، يكشنبه  د ۱۳۸۰ د وږي ۱۸مه 





دپسرلي په وياړ


پټي شنه شول غــرونه برګ شول دښتې ونيوې كېږديو


زرك د مينې مصـــــــــرۍ وايي څه عجب غږدی دوريو


دشبتـــــــــــــلو مېله ګرمـــــه دسور ساندې ګل غوړېږي


بيا د پېـــــغلو هـر قطار ځي له ګودر نه په مستيــــــــــو


وری د سپــــــــــــاندې مزه ګـوري بورا ګل پسې تاوېږي


د شپـــــــانه هوس څرګنــد شو په نغمو كې د شپيــــليو


په وربل دليـــــــــــــــــــلا اوري دباران ښايستــه څاڅكي


څه په خيال ځغلي هر څاڅــــكى بيـا تر پـــايه د كوڅيو


د خوړنو چيــــــــنې مستې غرڅنۍ غـروكې مړې شوې


د مــــــارونو پړي خلاص شول د اوښــــــــــــــانو له لكيو


راځى لاس يو بل تـــــه وركړو د پوهنې لور ته پـــام كړو


ښونځۍ كړو خپــــــــــلې خلاصې نور لـــه خړو بړبوكيو


د ادب كړكۍ به پرانزو لرې لرې به تــــــر څـــــو…. وو؟


ځى چې زړونـــــــــــه سره توركړو له ټوپك اوله مرميــــــو


كه مو ځانتــــــــــــه څه ونكړل كه هېواد مو كړ خوابدى


راځۍ زړونـــــــــه مسلمـان كړو غمه و خورو د كمـكيو


د خزان غوټه به پرېږدو په تــاريـــــــــــــــــكو كړنكو كې


ښـــــــــــايستــــه ډولۍ به راوړو دمعـــــــــارف د ناوكيو


خپل ګريوان ته ستن راواخلو او پخپـــله يې پتلېز كړو


د خيرات ستــــــــــرګې ړنـدې كړو نور له لوري د پرديو


د نيكونو ياد ژوندى كړو د ګل زړه وركړو بورا تــــــــــه


رنګا رنګ غنچې به ټومبو په شمـــــــــــلو كې د پګړيو


همت پوښتم، وايي دريغه يو ريښتين افغان پيدا شي


د ملت حق په امــــــــــان كړي د لېوانو له خولګيـــــــــــو


شېخعلي جغتو  وردك