پوليسو دوه تنه قاچاقبران او٧٢ کيلو ګرامه نشه يي توکي ونيول
افغان سرحدي پوليسو تېره ورځ د کندهار په سرحدي ولسوالۍ سپين بولدک کي د پلټونکو عملياتو پرمهال ٧٢ کيلو ګرامه نشه يي توکي او دوه تنه قاچاقبران نيولي دي.
په نيول سوو نشه يي توکو کي ٢٨ کيلو ګرامه کرسټال او ٤٤ کيلو ګرامه خام چرس شامل دي چي په ټونس موټر او ټکټر کي په ډېر مهارت سره ځاى پر ځاى سوي ول.
دواړه موټرونه له کندهار ښاره سپين بولدک ولسوالۍ ته پر لاره د وت غره په سيمه کي د سرحدي پوليسو د پلټني پوستې لخوا نيول سوي دي.
له نيول سوو نشه يي توکو سره يو ځاى د نشه يي توکو لېږدوونکي هم نيول سوي او دامهال تر پوښتنو ګروېږنو لاندي دي څو د نورو قاچاقبرانو او نشه يي توکو کاروباريانو په اړه ترې معلومات تر لاسه سي.
تېره ورځ نيول سوي نشه يي توکي په ډېر مهارت سره په يوه ټکټر او يوه ټونس موټر کي په ډېر مهارت سره ځاى پر ځاى سوي ول چي د بيداره او ماهره پوليسو لخوا وموندل سول.
افغان سرحدي پوليسو ته په دې وروستيو کي د نشه يي توکو د کشف او موندي په برخه کي ځانګړې روزنه ورکول سوې او ددې وړتيا لري چي هر ډول مغلقي جاى سازى ومومي.