د ويلډرز فتنه

۲۹/مارچ/۲۰۰۸ 
د هالنډ په پارلمان کي ديوه وړوکي فرکسيون مشر او دآزادی دګوند خېرټ ويلډرز په خپلو اسلامي ضد څرګندونو شهرت لری، نو ډېرو کسانو داسي انګېرله چي دغه فلم به داسلام ضد او دمسلمانانو مقدساتوته به سپکاوی پکښي شوی وي، ځکه ئي نو ډېري اندېښنې را مېنځ ته کړي وې .


دهالنډ حکومت او په ځانګړي ډول دهالنډ لومړي وزير يان پېتر بالکننده او نورو ډېرو روڼ آندو دفلم دجوړېدو او خپرېدو نه مخکي په وار وار دده نه دا غوښتنه کول چي ددې فلم د جوړولو او وروسته بيا د هغه دښودلو نه ډډه وکړي په دې هکله ئي داروپائي ټولني له مشرانو نه هم دمرستي غوښتنه وکړه . هغوی به دا ويل چي دا ډول فلمونه دبېلابېلو مذهبونو او تمدنونو دنژدې والي سره نه يوازي مرسته نسي کولای بلکي هغه نور هم سره ليري کوي او يو دبل په وړاندي ئي دروي . خو ده دواړي پښي په يوه موزه کي کړي وې، چي هرومرو به دافلم جوړوي او نندارې ته به ئي وړاندي کوي او پر دې ئي ټينګار کاوه چي زموږ په هيواد کي دبيان آزادي او هيڅ څوک نشي کولای زما ددې کار مخ ونيسي.



د څو مياشتو راپديخوا ددغه فلم په هکله خورا تودې خبري رواني وې او ټول خلک ئې په دې بوخت کړي وه چي په دې فلم کي به څه وي ؟


هغه نژدې يوه مياشت وړاندي غوښتل دا فلم په کوم مشهوره ټلويزيوني چينل کي وښيي، خو په هالنډ کي هيڅ يوه ټلويزيوني  چينل او يا هم کوم سايټ ددې سره موافقه ونه ښودل چي دا فلم نندارې ته وړاندي کړي . دا لومړی ځل دی چي ټلويزيوني چينلونه او دفلم ښودلو نوري وسيلې دي ديو فلم دښودلو نه ډډه وکړي . دا خپله ددې څرګندويي کوي چي دهالنډ د ټولني په روڼ آندو کړيو کي دده دعقايدو پلويان په هيڅ کي شمار دي .


بالاخره دوې ورځي مخکي داروپا په وخت پر ۱۹بجو ( د ماښام ۷ بجې ) دغه فلم ديوه انګلېسي انټرنېټي سايټ له لاري خپورشو .


لکه څنګه چي ددې فلم په هکله خورا ډېر بحثونه شوي وه او ويلډرز هم دهغه محتويات خورا پټ ساتلي وه، نو ډېرو کسانو غوښتل چي  دا فلم وويني او په محتوياتو ئي ځان پوه کړي .


ما هم دلومړيو شېبو نه دا فلم تعقيب کړی دی او غواړم ددرنو لوستونکو سره په دې اړوند خپل آندونه شريک کړم . ددغه فلم نوم فتنه دی او ټول ټال ۱۵ دقيقې دوام کوي .


دافلم داسي جوړ شوی دی، چي که کوم څوک خبر نه وي چي دا به دخېرټ ويلډرز فلم وي او وئي ګوري نو داسي فکر به وکړي چي داد اُسامه بن لادن او دالقاعدې له خوا جوړ شوی کوم تبليغاتي فلم دی .


په نيويارک کي دسوداګريز مرکز سره دالوتوکو جنګول، په هسپانيا کي چاودني، وژني، دطالبانو له خوا دکابل په غازي لوبغالي کي ديوې ښځي اعدام او داسي نوري زړه بوګنونکي سحنې دبېلابېلو فلمونو نه غيچي کړي او يو په بل پسې ئي بېله کوم ارتباطه موښلولي دي . دغه راز دقران عظيم اشان دځينو ايتونو بېلي برخي په هالنډي او انګلېسي ژبوژباړل سوي دي، چي ګواکي قران شريف مسلمانان تره ګری ته هڅوي .


کله چي ما دغه ټول فلم وکتی نو دهغه نه مي داسي پايله واخسته، چي هغه دهيڅ ډول ارزښت لرونکي نه دی . يعني دهنري لحاظه هم هيڅ ډول هنری ارزښت نه لري، دتبليغاتي لحاظه دومره ضعيفه دی چي دهيڅ ديوه منطق لرونکي سړي نه يوازي قناعت نسي حاصلولای، بلکي له دې نه وروسته به هغه کسان هم دده نه مخ واړوي ، کوم چي پخوا ئي دده او دده دنظرياتو ملاتړ کاوه. خبره آن دې ځای ته ورسېده، چي هغه ډنمارکي کارتون ليکونکي ، چی حضرت محمد ( ص ) ته منسوب کارتون ئي جوړکړی وه، هم وويل چي دی به د خپل وکيل سره په دې هکله خبري وکړي، چي خېرټ ولډرزدده داجازې نه پرته په خپل فلم کي دهغه دکارتون دښودلو په خاطر محاکمې ته راکش کړي .


دښاغلي ولډرز دپوهي سطحه دومره ټيټه ده، چي په دغه فلم کي ئي د صلاح الدين په نوم ديوه  رېپر سندرغاړي عکس ښودلی دی او ورته ليکلي ئي دي چي دا هغه محمد بې دی، چي هالنډی دسېنما ډايرکټر تېو فان خوخ ئي وژلی وه . او داسي ښکاري چي رېپر سندر غاړی صلاح الدين به هم دناروا تورونو په جرم هغه محاکمې ته راکش کړی يعني له دې فلم وروسته ده ته لږ تر لږه دوې محاکمې سترګي په لار دي .


دمسلمانانو، دهالنډ دحکومت او نورو هالنډي روڼ آندو اندېښنه داوه چي دغه فلم به يو شمېر کسان دې ته ولمسوی چي تاو تريخ والی رامېنځ ته کړي . خو له نېکه مرغه داسي ونه شوه، چي علتونه ئي په لاندي ډول دي :


۱  ـــ دافلم دومره بې کيفيته او په ضعيفو منطقو جوړ سوی دی، چي د خېرټ ويلډرز پلويانو ته هم هيڅ قناعت نشي ورکولای او دده مخالفين باندي خاندي . په فلم کي ښځي او ماشومان په وينو کي لت پت ښودل کېږي او دی دې ته داسي رنګ ورکوي چي ګواکي اسلام دغو کارونو ته اجازه ورکوي. خو هر څوک په دې پوهېږي، چی دا يوه جعل کاري ده او داعکسونه دځان وژونکو چاودونو او بمباريو نه وروسته دژوبلو ښځو او ماشومانو عکسونه دي، نه داچي دزور زياتي په پايله کي ژوبل شوي ښځي او ماشومان .


۲ ـــ  دفلم دښودلو نه سمدلاسه وروسته دماښام پر ۷ بجو او ۱۵ دقيقو ددې فلم په هکله بحثونه پيل شول او دهالنډي سياستوالو، دحکومت داستازو او هالنډي مسلمانانو غبرګونونه او نظريات په دې هکله په پراخه کچه خپاره شول . په دغو بحثونو کي ددې فلم پر بې منطقي والي، بې کيفيتۍ، درواغو او جعل او دبيان دازادی نه دناوړي ګټي پورته کوني په هکله يادوني وشوې . په هغه ماښام چي ټولو سياستوالو او دحکومت غړو خبري وکړې ټولو په يوه خوله دافلم وغندی .


دهالنډ لومړي وزير يان پيتر بالکننده وويل په دغه فلم کي واقعيتونه نه دي ښودل شوي او ديو څو تره ګرو او بنسټپالو کړه وړه ټولو مسلمانانو ته منسوبېږي او دا سم کارنه دی . هغه وويل چي موږ غواړو دمسلمانانو، عيسويانو او نورو ټولو مذهبونو دپيروانو تر مېنځ ښې اړيکي ټينګي وي .


۳ ـــ په هالنډ کي دمسلمانانو بېلابېلو ټولنو  او ملا امامانو هم په يوه خوله وويل، چي که څه هم موږ دغه فلم په کلکه غندو خو موږ به ددې فلم په وړاندي دزور زياتي نه ډک غبرګونونه ونه ښيو او په هغه ئي ملنډي وهلې او پر خندل ئي . دوی دغه راز دټولو نړی دمسلمانو نه هم وغوښتل چي ددې فلم په هکله دزورزياتي غبرګون ونه ښيي . دوی وويل دا خيرټ ولډرز غو ښتنه ده چي مسلمانان دزورزياتي کړونو ته وهڅوي او دی دهغه نه سياسي ګټه پورته کړی .


دډنمارک ټلويزيوني چنلونو پرېکړه وکړه چي دهغه هيواد په ټلويزيونو کي به دا فلم نه ښيي .


دغه راز نن خبر ورکړه شو، چي په کوم سايټ کي چي دافلم خپور شوی وه، دهغه کارکونکو پرېکړه وکړه، چي دخپل سايټ نه به دافلم ليري کړي .


دښاغلي خېرټ ولډرز مقصد دا وه چي دا فلم به هالنډی مسلمانان او په ټوله نړی کي مسلمانان دې ته ولمسوي چي دقهر او زورزياتي نه ډک غبرګونه وښيي او په دې توګه به دی خلکو ته ووايي چي دادی ما خو رښتيا ويل چي اسلام دزورزياتي مذهب دی .


خو د هالنډ دمسلمانانو او دنړی دنورو مسلمانانو ارام او دهوښياری نه ډک غبرګون په عمل کي دا ثابته کړه چي خيرټ ولډرز او دده دا دجهالت نه ډک فلم رښتيا نه وايي او دی حق په جانب نه دی .


هغه متل دی چي وايي : بلا وه برکت ئي نه وه .