کور / تازه خبرونه / ولسمشر کرزى اسلام اباد ته راورسېد

ولسمشر کرزى اسلام اباد ته راورسېد

اسلام اباد (پژواک خبري اژانس د خبر له مخې ولسمشر حامد کرزى څو شېبې مخکې د پاکستان پلازمېنې اسلام ته ورسېد.ولسمشر کرزى نن د افغانستان پر وخت شاوخوا ١٠ بجې د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته ورسېد.
د اسلام اباد په هوايي ډګر کې د ولسمشر کرزي هرکلي ته د پاکستان د کډوالو چارو وزير انجنير شوکت الله، په اسلام اباد کې افغان سفير محمد عمر داوودزى او يو شمېر نور پاکستاني چارواکي راغلي وو.ټاکل شوې، چې ولسمشر کرزى به نن ماسپښين يوه بجه د پاکستان له لومړي وزير سيد يوسف رضا ګېلاني سره وګوري.دغه راز د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر مشر انتسار سلهري پژواک اژانس ته وويل، چې نن د افغانستان، پاکستان او ايران د بهرنيو چارو وزيران، زلمى رسول، حنا رباني کهر او منوچهر متکي په خپل منځ کې درې اړخېزه ناسته ولري.د هغه په وينا، سبا به د پاکستان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د دريو واړو هېوادونو ولسمشران درې اړخېزه غونډه وکړي.د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزى د افغانستان، پاکستان او ايران د هېوادونو په درې اړخېزه غونډه کې پر ګډون سربېره به د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري او لومړي وزير سيد يوسف رضا ګېلاني سره په جلا جلا توګه وګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د سياسي، اقتصادي، د ترهګرۍ پر وړاندې پر ګډې مبارزې، د سولې د ګډ کمېسيون په اډانه کې د دواړو هېوادونو د لا ډېرو همکاريو په اړه د دوه اړخېزو اړيکو پر پراختيا خبرې وکړي.سرچينه کاږي، چې حامد کرزی به د پاکستان د مسلم ليګ ګوند له مشر نواز شريف، د فضل الرحمن اړوند د جمعيت علما د رهبرۍ د شورا له غړو، د شېرپاو اړوند د خلکو د ګوند له مشر افتاب احمدخان شېرپاو او د سميع الحق اړوند د جمعيت علمای اسلام له مشر مولانا سميع الحق سره هم وګوري.په دغه سفر کې له ولسمشر کرزي سره د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمى رسول، د ملي امنيت سلاکار رنګين دادفر سپنتا، د ولسمشر د دفتر رييس عبدالکريم خرم، د جمهوري رياست وياند او د مطبوعاتي دفتر مشر ايمل فيضي او يو شمېر خبريالان ملګري دي.له دې مخکې د روان کال د چنګاښ مياشتې په لومړيو کې د ايران په پلازمېنه تهران کې د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي، د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري او د ايران د ولسمشر محمود احمدي نژاد ترمنځ درې اړخېزه غونډه جوړه شوې وه.د دې درې اړخېزې غونډې د جوړونې پرېكړه د ايكو يا سيمه ييزې همكارۍ د سازمان په غونډه كې، چې په تهران كې جوړه شوې وه، وشوه.