کور / هراړخیز / زوریخ د نړۍ تر تولو قیمتي ښار دی

زوریخ د نړۍ تر تولو قیمتي ښار دی

د شپیګل انلاین څخه ژباړه


د برتانیې اقتصادي مجله ( د ایکانومیست ) د قیمتي ښارونو لسټ خپور کړی. په نوموړي لسټ کې زوریخ یا د سویس د بانکونو ښار د نړۍ تر تول قیمتي ښار ګڼل شوی. تر دې د مخه د جاپان پلازمینه توکیو تر ټولو قیمتي ښار وو، خو اوس هم د جاپان ځنې ښارونه د نړۍ په قیمتي ښارونه کې شمېرل کېږي.


په دې توګه لمړی ځای د سویس د بانکونو ښار زوریخ، دوهم ځای توکیو او دریم ځای دوه ښارونو د جاپان اوزاکا او د سویس چينوا ( ژنيف ) ښارونو ګټلی. تر دې ښارونو وروسته بیا اوسلو ( سویډن ) پاریس ( فرانسه ) سډني او مېلبرڼ ( استرالیا ) سنګاپور او فرانکفورټ ښارونه هم د لسو قیمتي ښارونو په کتار کې راغلي.


د دې لسټ په جوړولو کې د ۹۳ هیوادونو ۱۴۰ ښارونه سره پرتله شوي . د پرتلې د پاره د خوراکي موادو بیه، د کورونو کرایه، ترانسپورتي سهولتونه او د شخصي ښوونځیو قیمت په پام کې نیول شوي.


د ښارونو د پرتلې د پاره د نیویارک ښار ( ۱۰۰ پاینټه )معیار ټاکل شوی. په دې توګه څوریخ ۱۷۰ پاینټه او توکیو ۱۶۶ پاینټه ګټلي. دا په دې مانا چې په څوریخ کې ژوند ۷۰ واره او په توکیو کې ژوند ۶۶ واره د نیویارک په پرتله قیمته دی. په لسټ کې وروستنی ځای د پاکستان لاهور ښار ګټلی.
د یادونې وړ ده چې د قیمتي ښارونو لسټ په هر کال کې دوه واره خپرېږي. د تازه څېړنو پر اساس تهران ، کراچي او بمبيي د نړۍ د ارزان اوسيدولو ښارونه بلل سوي دي .