کور / سپورټي / کرکيټ سيالۍ: د کنړ سره دوهمه لوبه هم پېښور وګټله

کرکيټ سيالۍ: د کنړ سره دوهمه لوبه هم پېښور وګټله

دکونړ ولايت اوپيښورکرکټ لوبډلو ترمنځ دسولې جام سياليو دوهمه لوبه د پيښور لوبډلې په بريا پاى ته ورسيده .
دغه سيالي چې دکونړ ولايت په مرکزې لوبغالي کې ترسره شوه دکونړ لوبډلې دپچې په گټلو سره لومړى توپ وهنه اوپه ټاکلي پنځه ديرش اورونو کې داته لوبغاړو په سوزيدو يوسلو اوه نوي منډې ترسره کړي .
دکونړ لوبډلې لخوا عدنان ٦١ او نور ٥٢ منډې ترسره کړي .
دپيښور لوبډلې له لورې شاهد او عطاالله دکونړ درې،درې لوبغاړي وسوزول .
په ځواب کې دپيښور لوبډلې وکولاى شول چې ټاکل شوي هدف ته دلوبې په وروستي اورکې داوه لوبغاړو په سوزيدو ځان ورسوي اوپه دې سره کونړ لوبډلې ته په درې ويکټوماتي ورکړي .
دپيښور لوبډلې له لورې دلوبډلې کپتان زبر ٦٩ منډو په کولو سره دلوبې غوره لوبغاړى ونومول شو.
تردې وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ يوه ديرش اوريزه لوبه ترسره شوي چې کونړ په پنځه لوبغاړو پيښور ته ماتي ورکړه اوپيښور په دې بريا سره وکولاى شول چې دسولې جام د درې لوبو سريز کې يو،يو مساوي کړي .
ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمنځ وروستۍ سيالي سبا ترسره شي .