کور / نثر / دسولې او صميميت شاعر کتاب باندې څو خبرې

دسولې او صميميت شاعر کتاب باندې څو خبرې

دسولې او صميميت شاعر کتاب باندې څو خبرې
که څه هم چې افغاني مېرمنې تل په ډول ډول ستونزو کې را ښکېلې وي،نه شي کولاى خپله هغه وړتيا او استعداد ټولنې ته ديوه کدر په توګه وړاندې کړي او په ټولنه کې ترې نورې خويندې ،ميندې،پوه اوناپوه هغه ګټه پورته کړي، چې دوى يوه مثبت لوري ته ثوق کوي،خوبياهم داسې ډېرې په خپلې خاروې،خلکواوچاپېريال مئينې مېرمنې هم شته،چې په خپل ژوندکې دپرتو ستونزو پروړاندې يې سينه سپرکړې ده اوله خپلو نازکو لاسونويې ديوې الماسي تورې په توګه کار اخستى دى،خو مبارزه يې جاري ساتلې ده،دغه شان ،موفقې،اهل کاراورسالت پېژندونکې،مېرمنې اونجونې موپه هېوادکې ډېرې شته،خودوى لکه لعل په ايروکې ،دخپل رسم،کلتو اوعنعنوخلاف کړنو،تاويلو،ماويلو په خاطر پټې دي،چې له جملې څخه يې دهېواد نموتي ليکواله،اديبه اوشاعره خورآغلې زرلښته حفيظ ده،چې ماشاءالله ددې دډېرو پنځونوشاهدان دافغانانوسربېره دنړۍ په کچه خلک دي،ددې له دې هاندونوموږ کولى شو پوه شو،چې پرخپل هېواد اوهېوادوالو څومره مئينه ده،څومره دهغوى په درد دردېدلې اوپه غم يې غمجنه شوې ده،زرلښته تراوسه پورې ډېر چاپ شوي اوچاپ ته چمتو اثار لري،چې که ولوستل شي ،نو لوستونکى به په هېواد کې دتېرې شوې او اوس موپه مخکې پرتې ستونزې لکه دهندارې پرمخ چې ورته ګوري وويني،که څه هم چې هغه له خپل هېواد څخه ډېره لرې دمسافرت په چاپېريال کې ژوند کوي،خوبيايې همدډېرو افغانانوپشان خپل هېواد ندى هېرکړى،خپل ولس ترې له ياده ندى وتى،،هغې لکه ديوې تاريخ پېرژندونکې په څېردغه حالات دشعر،داستان،مقالو اوادبي ټوټو په ژبه بيان کړي دي.
که د اغلې زرلښتې حفيظ په ادبي کړنو موږپه تفصيل سره وغږېږو نوله امکانه به وتې خبره نه وي چې پوره کتاب به پرې وليکل شي،خوداچې زمادالنډه ليکنه يې ګنجايش نلري،په همدې بسنه کوو،او يواځې ستاسوپه لاس کې په دې کتاب،(دسولې اوصميمت شاعر) چې دپياوړي اوسوله خوښوونکي شاعرمرحوم افضل شوق پرژوند ليکل شوى دى ،دهغه شاعرۍ،ليکوالۍ او دژوند په لوړو ژورو باندې پکې بحث شوى دى،څوخبرې کوو.
هغې په دې کتاب کې افضل شوق هغه شان ستايلى دى،څرنګه چې بايد ستايل شوى واى،ترکومه چې مادشوق صيب شاعري لوستې ده،ډېرازاد شعرونه لري،خو واقعاً په زړه پورې اوله يوه درد اواحساس څخه ډک دي،چې په ډېروکمو شعرونو کې به يې دسولې کليمه نه وي راوړل شوي،هغه خپل شعار سوله ګرځولې وه،او اوس ددې کتاب ليکوالې(زرلښتې حفيظ)هم دمرحوم شوق صيب لاره خپله کړې ده او غواړي چې دالاره تعقيب کړي،ترهغې چې خپل هدف ته ورسېږي،داهم دسولې ډېره مينه واله ده،ډېره شاعري يې يواځې دسولې لپاره وي،يوکتاب يې هم چاپ شوى دى،(دسولې انتظار)شعري ټولګه ده،که څه هم چې مانه ده لوستې،خو له نوم څخه يې معلومېږي چې دسولې لپاره پکې دشعرونو تله درنه وي،په هرحال،نه غواړم خبرې مې نور وغزوم،دلته يې لمنه رانغاړمه ولې چې بياخبرې کليشه يي کېږي اوخونديې کمېږي،نو زه آغلې خورته په دې لاره کې دلابرياليتوبونو اولاسته راوړلوپه خاطر دپاک اولايزال رب په دربار کې ددعالپاره لاسونه اوچتوم او تاسو ته د کتاب لوستلو بلنه درکوم .
په پښتنه او ادبي مينه