کور / هراړخیز / مشرقي ترکستان (ژنجيانګ)

مشرقي ترکستان (ژنجيانګ)

مشرقي ترکستان (ژنجيانګ)
درسنيوپه وينا :
په چنيايې هيواد کې چې مسلمانان پکې ډيردي ولايت ژنجيانګ جلاوطنو دايغورنړۍ وال تنظيم ګوتڅنډنه کړي چې دترهګرۍ دزپلوپه پلمه په ياده سيمه کې دمسلمانانو پرخلاف مذهبي تادا ، فشارونه ، دوژلو اودهغوې دمسلمانى ټولني د زپلولپاره چينايې هيواد دسيسو په ياده ټوله سيمه په يوه وختې ماين باندې بدله کړي ، ترکي ژبه ونکى شاوخوا سل لکه مسلمانان دايغوردنسل سره تړاولرې کوم چې دچين شمال مشرقي ولايت ژنجيانګ کې اوسيږي ، اګرچې يادولايت په ١٩٥٥ ع کال راهيسې خپلواکه ده ليکن چينى حاکمان وخت ناوخت په ياده صوبه کې عمليات ترسره کوې ، دبشري حقونوتنظيمونه او ځينې نورې ادارې پرچينايې چارواکو دايغوردمسلمانانو پرخلاف دمذهبي ظلمونوتور پورې کوي ، ورلډ ايغور کانګريس يوى اروپايى نيوز ايجينسۍ ته ويلې دي ، چې سياسي تادا (زورزياتى) اود تهذيب دختمولو ،په ژوندکې د اسانتياو نه برابرول دچاپيريال خرابوالى اود نسلي امتياز تګلاري مشرقي ترکستان په قلاره ، قلاره يوداځاى پورى رسولې چې هغه يې د وختى بم په څيربدل کړي ، چې څه وخت هم چاودلى شي ديادولو وړده چې په ياده صوبه کې د حزب الله بنياد١٩٩٧ کال کې کې ايښودل شوې پرحزب الله د وسلود قاچاق اوله چين څخه د جلاکيدوپه الزامونوچينايې چارواکودرى تنوته اعدام ورکړى دى دياد ولايت مسلمانان وايې چې ، دچين بانى ماوزے تنګ د مشرقي ترکستان عواموته دهغوى ازادۍ وعده په ١٩٥٥ کال کې د ژنجيانګ د جوړيدو پرمهال کړيوه ، ليکن د ماوزے تنګ له مړينې وروسته ترننه پورې په مشرقي ترکستان کې د چين د دفاعى ، سياسي او معاشي مقاصدو کې کوم بدلون نه دى راغلي ، دچين پخوانى او اسني مشران مغربي ترکستان چې ابادي شاخوا يوکروړ (سل لکه ) ده اوکوموته چې په هغې هيواد کې ترټولو لوى اقليتي ډله جوړوي ، په ټوليزه توګه دچينايې هيواد اود ايغور د مسلمانانو ددود او کلتورختمولو سره چې دتيلو اوګازو ډيرى زيرمي او ذخيري لري ، ديادولايت دخلکود زپلو سلسله ترننه پوري جارى ساتلى ده ، ترکستان په تاريخي لحاظ هغوسيموته ويل کيږي چې د سائبريا ، تبت ، برصغيرپاک وهنداود افغانستان او ايران ترمنځ په شمال کې شتون لري ، په تيرو وختونوکې د هغې پولى د بحيره کيپسين ، منګوليااود صحراء ګوبى پوري پراخوالي درلوده ، ددغې پراخې او پلني سيمې مشرقي برخه د چين صوبه (اسمهال ژنجيانګ) اومغربي برخې ته يې اوس ترکستان ويلي شو ، چې په هغوى دپخوانۍ روسيي ډيرى اسلامى هيوادونوشتون لره کوم چې اوس له روس جودا شويدى ،
اوسمهال دژنجيانګ ټوليزحالات ترډيره بريده خراب شوي دى چې چينيان هغوى ته خپله سايبريا وايې په عامه توګه چين زندانيان دخپلى سزااو مشقت ددغه ځايه کيمپونوته وړل کيږي ، دکومو چارو انتظام چې مخامخ د وزارت امنيت عامه سره دى ، چې هلته په زرګونوقيديان په زنځيرونواو بيړيوکې پراته دى که چيرته دترک مسلمانانو سزا هم پوره شې په عام ډول خپلوکورونوته نه پريخودل کيږي ولى چې داسې ونه شې چې خپل پلرنى ټاټوبى او هم په ښاراوياهم د هغوى په سيموکې کمونسټ ګوندچارواکى دهغوى په حق کې کوم قانون پلى نه کړي ، اودغسي موقعى ډيرى سيمى په لاس ورته ورځى ددغى برعکس دچينې قيديانودخلاصون وروسته د ژنجيانګ په سيمه کې سره دخپلوکورنيودغړو سره اباده وى پدغه ډول هلته دچين نسل بى شميره وکړى اوسيږې اوابآديږي چې دايغورد مسلمانانوسره په جنګونوکې ترى کاراخيستل کيږې .
ماپه کوم ځاى کې لوستى ول چې هرانسان دخپل ځان څخه د ډيرپوهيدونکى په مخکى ناپوه وى اوهرچاته د خپل ځان څخه ډيرپوهيدونکى دتل لپاره زموږ مخې ته راځى .
ديادونى وړده چى کله مى ياد مضمون په کمپيوټرکى ليکلو وميليدل چې په همدغه ايغور سيمه کى بى شميره قاريانو يوبل ته قران کريم اوراوه .
پاى