کور / سپورټي / کنړ: دکرکيټ بورډ ساحوي امر عبدالله عادل استعفا ورکړه

کنړ: دکرکيټ بورډ ساحوي امر عبدالله عادل استعفا ورکړه

دختيځ زون کرکټ بورډ امريت دکونړ استازي عبدالله عادل له خپلې دندې څخه په دغه ولايت کې دده په وړاندې ديوشمير راولاړ شوې خنډونو له امله استعفا ورکړه .


عبدالله عادل وايي دکرکټ بورډ له مرکزي اداري،دختيځ زون له امريت،دکونړ ولايت له والي،دکونړ ولايت له رئيسانو له نوموړي سره دکونړ کرکټ په پرمختګ کې پراخه همکاري کړي .


خو نوموړى زياتوي چې داستعفا لامل يې په دغه ولايت کې ديوشمير ټولنو له لورې چې غواړي کرکټ لمنځه يوسي اويايې هم دشخصي هدفونو په موخه وکاروي له خپلې دندې ګوښه کيږي .


هغه زياتوي چې نوموړې په راتګ سره په کونړ کې دکرکټ په پرمختګ کې ډيرکارونه شوي چې مهم يې په دغه ولايت کې ديوې نړيوالې اکاډمۍ دجوړيدو چارې دي چې دنشه يې توکو په وړاندې مبارزې ادارې له لورې ورته نهه پنځوس زره امريکايي ډالر ځانګړي شوي اوهمدا رنګه په کونړ کې دلوبغالې جوړيدلو پرسر هم ورسره دنشه يې توکوپه وړاندې دمبارزې وزارت هوکړه کړي چې په راتلوونکو څو مياشتوکې يې ژمنه ورکړي چې دجوړولو چارې به يې ورته پيل کړي .


کونړ ته دهيواد دولايتونو دلوبډلو دراتګ سربيره دکوزې پښتونخوا لوبډلو سره سيالۍ هغه څه دي چې دکونړ کرکټ له پرمختګونو څخه شميرل کيږي .


عبدالله عادل وايي که څه هم پوهيږي چې دولتي چارواکي له ده سره ديادو خنډونو دلمنځه وړلو په موخه همکاري کوي خو له امله يې په دغه ولايت کې ځيني ستونزې راولاړيږي نو نه غواړي چې په دغه ولايت کې نا امني اوشخړې راولاړي شي نو له همدې امله له خپلې دندې څخه استعفاه ورکوي .