د ماين چاودني څلور تنه ملکيان شهيدان کړل

د لراوبر اداره | فبروري 19th, 2012


د سړک غاړي د ماين چاودني د کندها رولايت په شاوليکوټ ولسوالي کي څلور تنه ملکي کسان شهيدان کړل او د هغوى د سپرلۍ موټر يې په مکمله توګه تخريب کړى.
چاودنه نن ماپښين درې نيمي بجې هغه مهال رامنځ ته سوه کله چي د ملکي خلکو د سپرلۍ بايفور موټر ددې ولسوالۍ د شېرجان په سيمه کي دسړک غاړي پر ماين وختى.
په دې چاودنه کي څلور تنه ملکي کسان چي د شاوليکوت ولسوالۍ اوسېدونکي ول شهيدان سوي دي. د شهيدانو په ډله کي يو د کم عمر هلک هم شامل دى.
د کندهار ولايت مقام لخوا په خپره سوې خبرپاڼه کي دماين اېښودلو پړه پر طالبانو اچول سوې ده او دغه ډول ناوړه بريدونه په کلکو ټکو کي غندنه سوې ده .

Copyright Larawbar 2007-2024